صهیونیسټي پوځیانو د فلسطین ښاریز ژوبل کړل
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین هلال احمر ټولنې له صهیونیسټ عسکرو سره په نښتې کښې د دولسو (۱۲) فلسطینیانو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
د فلسطین سرې میاشتې نن وویل په نیواکي قدس کښې د زاړې سیمې په خوا کښې د صهیونیسټ پوځیانو د حملې په وخت دولس (۱۲) فلسطینیان ژوبل شوي دي .
په تیرو څو وروځو کښې د بیت المقدس وسیدونکو فلسطینیانو یوهیړ د صهیونیسټ میشته ښارګیو د وسیدونکو او د عسکرو په تیریو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او دغه مظاهرې اوس هم دوام لري .
د صهیونیسټ رژیم عسکرو له اعتراض کونکو سره د مقابلې لپاره د فلسطینیانو پرضد جنګي ګولې ، اوښلن او غږیز ګازونه استعمال کړي او هغوې یې تر تعقیب لاندې راوستلي دي .
د فلسطین د هلال احمر ټولنې هم په تیرې پنجشنبې ورځ وویل له فلسطیني ځوانانو سره د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په نښتو کښې څه د پاسه یوسل پینځه (۱۰۵) فلسطیني ځوانان ژوبل شوي چې یویشت (۲۱) یې روغتون ته وړل شوي دي .