صهیونیسټي پوځیانو د فلسطین ښاریز ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99436-صهیونیسټي_پوځیانو_د_فلسطین_ښاریز_ژوبل_کړل
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین هلال احمر ټولنې له صهیونیسټ عسکرو سره په نښتې کښې د دولسو (۱۲) فلسطینیانو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 08:21 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځیانو د فلسطین ښاریز ژوبل کړل

العهد خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین هلال احمر ټولنې له صهیونیسټ عسکرو سره په نښتې کښې د دولسو (۱۲) فلسطینیانو د ژوبلیدا خبر ورکړ .

د فلسطین سرې میاشتې نن وویل په نیواکي قدس کښې د زاړې سیمې په خوا کښې د صهیونیسټ پوځیانو د حملې په وخت دولس (۱۲) فلسطینیان ژوبل شوي دي .

په تیرو څو وروځو کښې د بیت المقدس وسیدونکو فلسطینیانو یوهیړ د صهیونیسټ میشته ښارګیو د وسیدونکو او د عسکرو په تیریو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او دغه مظاهرې اوس هم دوام لري .

د صهیونیسټ رژیم عسکرو له اعتراض کونکو سره د  مقابلې لپاره د فلسطینیانو پرضد  جنګي ګولې ، اوښلن او غږیز ګازونه استعمال کړي او هغوې یې  تر تعقیب لاندې راوستلي دي .

د فلسطین د هلال احمر ټولنې  هم په تیرې پنجشنبې ورځ وویل له فلسطیني ځوانانو سره د صهیونیسټ رژیم د  عسکرو په نښتو کښې څه د پاسه یوسل پینځه (۱۰۵) فلسطیني ځوانان ژوبل شوي چې یویشت (۲۱) یې روغتون ته وړل شوي دي .