د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن عراق ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99466-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_نن_عراق_ته_ورځي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د باندنیو چارو د وزارت ویاند احمد الصحاف بیګا په یوې (۱)خبر پاڼه کښې بغداد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د سفر په تائیدولو سره وویل په دغه سفر کښې به د دواړو هیوادونو د ګډو دلچسپیو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله غور وشي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 26, 2021 04:27 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن عراق ته ورځي

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د باندنیو چارو د وزارت ویاند احمد الصحاف بیګا په یوې (۱)خبر پاڼه کښې بغداد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د سفر په تائیدولو سره وویل په دغه سفر کښې به د دواړو هیوادونو د ګډو دلچسپیو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله غور وشي .

.احمد الصحاف وویل د ایران خارجه وزیر جواد ظریف به نن بغداد ته  راورسیږي او له خارجه وزیر فواد حسین سره به کتنه وکړي او د دواړو هیوادونو داړیکو د پراختیا او د ملګرتیا د دوسیو په هکله به غور وکړي .

ټاکل شوي ده چې د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن سهار قطر ته د خپل سفر له ختمولو وروسته د عراق پلازمینې بغداد ته لاړ شي .

عراق ته د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف سفر به دوه (۲)ورځې وي او هغه به د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنې سربیره د دغه هیواد له نورو چارواکو سره هم کتنې او خبرې وکړي .

ویل کیږي چې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف به عراق ته په سفر کښې د عراق د کردستان سیمې د ځايي حکومت له چارواکو سره هم کتنې او خبرې وکړي .