په بحرین کې جرړه ایز اصلاحات  اړین دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99694-په_بحرین_کې_جرړه_ایز_اصلاحات_اړین_دي
 د  بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر  په پاي کې  په بحرین کې د جرړه ایزو  اصلاحاتو د اعمالیدا غوښتنه کړې  او ټينګار ئې کړی دی ،  ددغه هیواد مقاومت کونکی ملت ،خپل حقوق ښه پیژندي  او   دخبرواترو لپاره تیار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2021 01:01 Asia/Kabul
  • په بحرین کې جرړه ایز اصلاحات  اړین دي

 د  بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر  په پاي کې  په بحرین کې د جرړه ایزو  اصلاحاتو د اعمالیدا غوښتنه کړې  او ټينګار ئې کړی دی ،  ددغه هیواد مقاومت کونکی ملت ،خپل حقوق ښه پیژندي  او   دخبرواترو لپاره تیار دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د بحرین داسلامی غورځنګ رهبر شیخ عیسی قاسم  پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی ، له جرړه ایزو  اصلاحاتو تیښته  ، دبحرین دبقاء او دوام د  تضمین لپاره  صادقانه او متینه  چاره نشي کیدلی .

 شیخ عیسی قاسم  ددې خبرې په کولو سره چې  بحرین تر دې دمه  دډيرو بحرانونو له ټولګې سره لاس اوګریوان دی ،  او  موجودیَت ئې د واکوالانو د کرغیړنو سیاستونو  په خاطر  ګواښل کیږي ، زیاته کړې ده ،  ددغو سیاستونو دوام  ددغو بحرانونو د بقاء لامل شوی او که  سم اصلاحات ونه شي ، نو  دبحرین حالات به نورهم ترینګلي شي .

 هغه زیاته کړې ده ، دغه چلند به لامل شي،ال خلیفه رژيم  به په نزدې راتلونکي کې ځان په درستو داخلی،سیمه یز او  نړیوالو سویو منزوي وویني.

 د  بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر  په پاي کې  په بحرین کې د جرړه ایزو  اصلاحاتو د اعمالیدا غوښتنه کړې  او ټينګار ئې کړی دی ،  ددغه هیواد مقاومت کونکی ملت ،خپل حقوق ښه پیژندي  او   دخبرواترو لپاره تیار دی .