په لویديځي آسیا سیمې کې پر امریکا تکیه په ختمیدا ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99696-په_لویديځي_آسیا_سیمې_کې_پر_امریکا_تکیه_په_ختمیدا_ده
 د  سعودي عربستان  ولی عهد بلاخره  د اپریل په اوه ویشتمه نیټه  له العربیه ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  وئیلي وو ، د عربستان بهرنی سیاست   پخپلو ګټو تکیه کول دي  اوعربستان  په نړۍ کې له خپلو درستو شریکانو سره د ائيتلاف  دپیاوړتیا لپاره  هڅه کوي  او  عربستان  په دې  بهیر کې  له ایران سره  دښواو برابرو  اړیکو له ټينګیدا سره دلچسپي لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 01, 2021 01:13 Asia/Kabul
  • په لویديځي آسیا سیمې کې پر امریکا تکیه په ختمیدا ده

 د  سعودي عربستان  ولی عهد بلاخره  د اپریل په اوه ویشتمه نیټه  له العربیه ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  وئیلي وو ، د عربستان بهرنی سیاست   پخپلو ګټو تکیه کول دي  اوعربستان  په نړۍ کې له خپلو درستو شریکانو سره د ائيتلاف  دپیاوړتیا لپاره  هڅه کوي  او  عربستان  په دې  بهیر کې  له ایران سره  دښواو برابرو  اړیکو له ټينګیدا سره دلچسپي لري .

فارس خبری اژانس راپور ورکړی،  دامریکا فارن پالیسي خپرونې   په یوه یاددښت کې  وئيلی دي ،د سعودیانو د لهجې په بدلیدا او  له ایران سره په ډ يپلوماسۍ تعقیبولو کې یو مهم عامل ،  د عربستان لپاره د امریکا  بې باؤره کیدا او په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا  د شتون پیکه کیدا ده .

  راپور کې  ادعا شوي ،  چې  د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان  وروستۍ څرګندونې   احتمالا  د عربو هیوادونو او ایران ترمینځ د هغو بټو خبرواترو  احتمال ته اشاره  کوي ، چې  په عراق کې شوي او دا پوټینشل لري ، چې نه یوازې  دایران او سعودیانو پر اړیکو ،بلکې  د سیمې پر درستو امنیتی مسئلو هم اغیز شیندلی شي ، ځکه  ددغې  خپرونې په  ادعا سره ،  دغه خبرې اترې  د سیمې پر نورو هیوادونو هم اغیزې شیندي  او  او دعمل نوښت ئې ،  له سیمې دبهرو قدرتونو په لاس کې نه دی  

 په دغه یاددښت کې زیاته شوې ده ،  دا موضوع په دې معنا نه ده چې  امریکا په دغه شان بهیر کې ونډه  نه لري ، البته  ښکاره نښې نښانې شته چې  له لویديځي آسیا سیمې څخه  د امریکائي پوځيانو  وتلو  دسیمې لوبغاړي  د ډيپلوماسۍ  تعقیبولو ته اړباسلي دي .