په سیمې کې د اختلافاتو ختمول په خبرواترو سره ممکن دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99700-په_سیمې_کې_د_اختلافاتو_ختمول_په_خبرواترو_سره_ممکن_دي
د عراق  دملی امنیت سلاکار  قاسم الاعرجي  په بغداد کې  دمصر له سفیر سره په کتنې کې  هم ټينګار کړی ،  چې   د ایران ،عربستان، مرصر اوترکیې  څلورو مهمو او سترو هیوادونو  ترمینځ  داختلافاتو  حل او تفاهم  دسیمې په ګټه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2021 02:06 Asia/Kabul
  • په سیمې کې د اختلافاتو ختمول په خبرواترو سره ممکن دي

د عراق  دملی امنیت سلاکار  قاسم الاعرجي  په بغداد کې  دمصر له سفیر سره په کتنې کې  هم ټينګار کړی ،  چې   د ایران ،عربستان، مرصر اوترکیې  څلورو مهمو او سترو هیوادونو  ترمینځ  داختلافاتو  حل او تفاهم  دسیمې په ګټه دی .

د عراق  دخارجه وزارت ویندوي  پرون ناوخته  له اینا رسمي خبري آژانس  سره په خبرو کې  ټينګار کړی دی ، عراق دسیمې او نړۍ له  درستو دوستو  هیوادونوپه ملګرتیا سره  په نړیوالو اورګانونو کې  د څوکیو دترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او دا کړچار دبغداد لپاره ډير اهمیّت لري ، ځکه عراق په نړیوال ډګر کې  په یوه فیصله کونکي او   مهم هیواد بدلوي .

 د عراق خارجه وزارت ویندوي  وئیلي دي ، بغداد  په سیمې کې د  اختلافاتو او تاؤتریخوالو د کمولو  او حل کولو  په خاطر د خبرواترو  له درستو رودو او  آوزارنو هرکلی کوي .

  هغه ټينګار کړی دی،عراق ځان  درستو سیمه ایزو او نړیوالو موافقو پابندۍ ته  ژمن ګڼي  او په سیمې او له سیمې  په بهر کې  له درستو لورو سره  ددغه هیواد  انډولیزې اړیکې  سبب کیږي ، بغداد په ډيرو ډګرونو او حوزو کې  دعمل نوښت ترلاسه کړي . 

 دعراق د خارجه وزارت ویندوي  ټينګار کړی ، هیواد ئې  له داعش سره  دجنګ په  پړاؤ کې  له سیمه ایز اونړیوال ملاتړه برخمند شو او  اوس هم په سیمې کې  د خپل ډيپلوماټيک  اغیزشیندونکي رول او مقام د بیرته ترلاسه کولو لپاره  له دغه ملاتړه  استفاده کوي او په سیمې کې  د خبرواترو دکړچار  جدي دفاع کونکی او ملاتړی  دی .

له دې مخکې  هم  د عراق  دملی امنیت سلاکار  قاسم الاعرجي  په بغداد کې  دمصر له سفیر سره په کتنې کې  هم ټينګار کړی ،  چې   د ایران ،عربستان، مرصر اوترکیې  څلورو مهمو او سترو هیوادونو  ترمینځ  داختلافاتو  حل او تفاهم  دسیمې په ګټه دی .