د ابوظهبۍ او د عربستان چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99748-د_ابوظهبۍ_او_د_عربستان_چارواکو_خبرې_وکړې
العالم ټيلي ویژن راپور ورکړ د سعودي عربستان خارجه وزیر د ابوظهبۍ له ولیعهد سره کتنه او د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د وروستیو بدلونونو او د سیمې د مهمو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • د ابوظهبۍ او د عربستان چارواکو خبرې وکړې

العالم ټيلي ویژن راپور ورکړ د سعودي عربستان خارجه وزیر د ابوظهبۍ له ولیعهد سره کتنه او د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د وروستیو بدلونونو او د سیمې د مهمو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .

د ابوظهبۍ ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان نن  په متحده عربي اماراتو کښې د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا او په بیلابیلو زمینو کښې د ګډې غږملتیا او سټراټیژیکې ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ .

په دغه کتنې کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو او د فارس خلیج او د مینځي ختیځ د دوو (۲) سیمو  د حالاتو په  هکله هم بحث او د نظر تبادله وشوه .

ځینو خبري سرچینو وویل د یمن د جنګ موضوع چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات دوه(۲) اصلي تیریګر او لوبغاړي دي د دغو خبرو اترو چورلیزي موضوع وه .

دې ته په پام سره چې حاضردمه سعودي عربستان او  متحده عربي امارات د یمن په جنګ کښې د عربستان په ماتي خوړلي ائتلاف کښې ستومانه کونکي پړاو ته ورداخل شوي دي داسې ښکاري چې عربستان او متحده عربي امارات په دغو کتنو او د اطلاعاتو په تبادلې سره د یمن له ستر ګرداب څخه د ځانونو د ژغورولو هڅه کوي .

په دې تیره بیا دا چې په تیرو څو میاشتو کښې  د یمن ځواکونه توانیدلي دي له بې پایلوټه الوتکو او خپلو نورو پوځي ظرفیتونو په استفادې سره د تیلو د ارامکو شرکت په شمول د عربستان په خاوره کښې په مهمو هدفونو باندې توغندوي حملې وکړي چې دغه چاره د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د سختې اندیښنې سبب شوي ده .