د یمن پوځيانو په باچا خالد اډې برید کړی
فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع نن سهار د سعودي عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې په خمیس مشیط سیمه کښې په باچا خالد هوايي اډې باندې د پوځ او د ولسي کمیټیو د بې پایلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ .
یحیی سریع وویل د یمن ځواکونو په قاصف کی دوه(Qasif K2 ) ځايي بې پایلوټه الوتکې سره د سعودي عربستان د باچا خالد په هوايي اډې برید کړی دی .
هغه په دې خبرې سره چې دغه حمله په دقیق ډول ترسره شوي ده وویل دغه برید د یمن پرضد د تیریو او د کلابندیو زیاتولو ته قانوني ځواب دی .
د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د عربستان په جنوب کښې په باچا خالد هوايي اډې او دغه راز په جیزان او ابها هوايي ډګرونو باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي دي .
د جیزان او د ابها هوايي ډګرونه او د غه راز د باچا خالد هوايي اډه د هغو جنګي الوتکو چې د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د حملو لپاره کارول کیږي د سونګو د رسولو او د ملاتړ مرکزونه دي .
د یمن پرضد د سعودي عربستان په جنګونو کښې تراوسه اولس زره (۱۷۰۰۰) کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .