-
په الخوخه ښار د یمن د ځواکونو کنټرول او د المخا په لور پرمختګ دوام لري
Sep 10, 2026 13:10پارس ټوډې- د یمن د مقاومت ځواکونه په الحدیده ولایت کښې الخوخه ساحلي ښار ته ننوتل او په المخا بندر کښې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو د سنګرونو په لور پرمختګ ته دوام ورکوي.
-
د عراق حشد الشعبي ځواکونو په الانبار ولایت کښې وسلې او راکټونه کشف کړل
Sep 10, 2026 12:18زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق په الانبار ولایت کښې یوې امنیتي سرچینې وویل د حشد العشبي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز رمادي ښار په لویدیځ کښې په بیلابیلو سیمو کښې د ځانګړیو عملیاتو په وخت یوشمیر ډول ډول وسلې، توغندي او چاودیدونکي مواد کشف او ضبط کړل.
-
په اردن کې د امریکا پر هوايي اډې د ایران توغندیز بریدونو څو پوځي الوتکې زیانمنې کړې
Sep 10, 2026 11:14زمونږ خبریال راپور راکړی سيبياېس نیوز ټیلي ويژن د هغو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د پېښې په تړاو معلومات لري، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې، چې د چهارشنبې په سهار د اردن د 'موفق سلطي' هوايي اډه یې په نښه کړه، د امریکا څو پوځي الوتکو ته زیان اوښتی دی.
-
صیهونیسټي چارواکی: د اسرائیلو پر وړاندې د بریتانیا بندیزونه خطرناک دي
Sep 09, 2026 12:42پارس ټوډې ـ د صیهونیستی رژیم اپوزیشن مشر د دغه رژیم پر وړاندې د اقتصادي محدودیتونو لګولو په اړه د بریتانیا پر پرېکړې سختې نیوکې کړي او دغه بندیزونه یې «ناسم او خطرناک» اقدام بللی دی.
-
عربستان ته یو سخت او حیرانوونکی ځواب په لاره کې دی
Sep 09, 2026 06:21د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د سیاسي دفتر مسئول ټینګار وکړ چې د یمن د وسلهوالو ځواکونو ځواب به په نږدې راتلونکي کې ډیر لوي وي او سعودي دښمن به حیران کړي.
-
یمن پر آرامکو او په سعودي عربستان کې پر حساسو هدفونو پراخ بریدونه کړي
Sep 08, 2026 14:46پارس ټوډی – د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند په سعودي عربستان کې د «آرامکو» پر تاسیساتو او نورو حساسو سیمو، د «خمیس مشیط» د ملک خالد هوايي اډې په ګډون، د برید خبر ورکړ.
-
اردوغان: اسرائیل په دروغو او ورانکارۍ د سولې مخه نیسي
Sep 08, 2026 12:35پارس ټوډی- د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې د اسرائیلو رژیم په دروغو او ورانکارۍ هڅه کوي، څو د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د جګړې د پای ته رسولو هڅې کمزورې کړي.
-
د اسرائیلو رژیم په غزه او جنوبي لبنان بریدونه کړي
Sep 08, 2026 12:34پارس ټوډی- د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې د خپلو جنایتونو او د اوربند د سرغړونې په دوام، د غزې تړانګې بېلابېلې سیمې په نښه کړې چې په پایله کې یې یو فلسطینی ټپي شوی دی.
-
صهیونیستي پوځي له جنوبي لبنان څخه تر ستنېدو وروسته ځان وژنه کړې
Sep 08, 2026 12:30پارس ټوډی - اسرائیلي رسنیو د اشغال شویو سیمو په جنوب کې، کریات ګات ته څېرمه د صهیونیستي رژیم د یوه پوځي د ځان وژنې خبر ورکړی دی.
-
د یمن انصارالله د سعودي عربستان درېیمه بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړه
Sep 08, 2026 06:13پارستودي ــ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سعودي عربستان د درېیمې بېپیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.