-
د ایران او امریکا تفاهم ته د بیرته ستنیدا پر اړتیا د اردن د څلوراړخیزه غونډې ټینګار
Aug 06, 2026 13:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان، د مصر، د ترکیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن په څلور اړخیزه غونډه کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د تفاهم یادښت ته د ستنیدا او د سیمې د تاوتریخوالو د زیاتیدا د مخنیوي لپاره د ډيپلوماسۍ د لارې د دوام غوښتنه وکړه.
-
د اسرائیلي پوځ د درنو تلفاتو تازه شمېرې؛ نږدې ۹ زره سرتېري ټپیان شوي
Aug 06, 2026 12:53د اسرائیلو «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د جګړې پر مهال شاوخوا ۹ زره اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي.
-
انصارالله: سعودي عربستان د یمنیانو د حقونو له بېرته ورکولو پرته بله لار نه لري
Aug 06, 2026 12:35د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې د یمن پر وړاندې د خپلو «دښمنانه سیاستونو» له دوام څخه ډډه وکړي.
-
اشغالګرو ځواکونو قدس کې د قلندیا کمپ ګڼ کورونه ویجاړ کړي + ویډیو
Aug 06, 2026 12:18د فلسطیني سرچینو د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوي قدس په قلندیا کمپ کې د سهار له وخته د سلګونو سرتېرو، لسګونو زغروالو موټرو او بلدوزرونو په ځای پر ځای کولو سره د کمپ ټولې لارې تړلې او درانه تجهیزات یې سیمې ته داخل کړي دي.
-
د عراق امنیتي پلاوی به ډېر ژر ریاض ته سفر وکړي
Aug 06, 2026 12:00زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی د دغه هېواد یو امنیتي پلاوی به ډېر ژر د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر وکړي.
-
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم د توپونو او د الوتکو بریدونه دوام لري
Aug 06, 2026 10:13پارس ټوډې- خبري سرچینو د لبنان په جنوب کښې په المنصوري او برج الشمالي ښارګیو او نورو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د توپونو او د جنګي الوتکو د حملو خبر ورکړ.
-
صنعا ریاض ته ډېر سخت خبرداری ورکړ
Aug 06, 2026 06:08د یمن د بهرنیو چارو وزارت، د «کلابندۍ په مقابل کې کلابندي» معادلې پر ټینګښت ټینګار کولو ترڅنګ، ریاض ته د هر ډول کړکېچ د زیاتوالي او د هغې د پایلو په اړه سخت خبرداری ورکړ.
-
شننه | د امارات او صهیونیست رژیم د وسله ایزو همکاریو اشوا کېدل
Aug 05, 2026 15:26پارس تودی- د صهیونسیتي رژیم تر ټولو د وسلو لوی تولیدوونکی شرکت البت سیسټمز څخه اشوا شوي اسناد د دې رژیم او د اماراتو تر مینځ د پټو فوځي همکاریو نوې اړخونه څرګندوي.
-
د بیتلحم په لویدیځ کې د دوو فلسطیني کورونو ویجاړول + ویډیو
Aug 05, 2026 13:37د اسرائیلي رژیم ځواکونو د بیتلحم ښار په لویدیځ کې د نحالین ښارګوټي اړوند د «قرنة الدعمس» په سیمه کې دوه استوګنیز کورونه ویجاړ کړي دي.
-
غازي حمد: اسرائیل د سیمې لومړی نمبر دښمن دی او د اوربند هوکړه نه غواړي
Aug 05, 2026 13:21د حماس د سیاسي دفتر غړي او د دې ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي غړي غازي حمد ویلي، اسرائیل د سیمې لومړی نمبر دښمن دی.