-
د افغانستان د سولې خبرې ځنډیدلي دي
Dec 10, 2020 01:02زمونږخبریال وايي په قطر کښې د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې د دوو(۲) ورځو لپاره وځنډول شوې .
-
سیمه ایز مقاومت ورځ تربلې لاپیاوړی کیږي
Dec 09, 2020 02:58صهیونیسټانو په ۲۰۰۶کال کې په درې دیرش ورځني جنګ کې له ماتې وروسته داړیکو د عادي کولو بهیر ته مخه کړې ده .
-
دسیمې عرب رژیمونه هیڅکله هم له فلسطینیانو سره ملګري شوي نه دي
Dec 08, 2020 12:57شیخ نعیم قاسم ددې خبرې په کولو سره چې له صهونیستي رژيم سره داړیکو عادي کولو له فلسطیني آئيډیل سره دخیانتکارو عربو رژيمونو حقیقي څیره روښانه کړې ده ، ووئيل ، مقاومت به د خپلې د فاع لپاره په لبنان ،فلسطین اوسیمې کې خپل توان او چمتووالی نوره هم زیات کړي .
-
انصارالله د یمن د محاصرې په وړاندې د ملګرو ملتو په نرمښت نیوکه وکړه
Dec 08, 2020 04:03د انصارالله غورځنګ ویاند د یمن محاصره او کلابندي پر دغه هیواد د حملې یوه برخه وبلله او دې موضوع ته د ملګرو ملتو په بې پامۍ یې نیوکه وکړه
-
د فلسطین د غزې تړانګې کلابندۍ او په کرونا ویروس د هغې اغیزونه :-
Dec 07, 2020 12:22د فلسطین د غزې تړانګې د روغتیا وزارت وویل په داسې شرایطو کښې چې دا ځل د غزې تړانګه د اسرائیلو تر کلابندۍ لاندې ده د غزې مرکزي لیبراتور یعني ازمیښت ځای د کورونا ویروس د ازموینې د ترسره کولو د ضروري تجهیزاتو او موادو د ختمیدا په دلیل بند شوی دی .
-
د یمن پر بېلابېلو ولایتونو باندې د سعودي د تیری ګر ائتلاف بمبار
Dec 07, 2020 04:19د سعودي د تیری ګر ائتلاف الوتکو تېره شپه د یمن پر بېلابېلو ولایتونو باندې هوایي بریدونه کړي چي د امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتی دی.
-
امریکا په یمن کښې مشکوک خوځښتونه پیل کړي دي
Dec 06, 2020 10:06زمونږ خبریال وايي خبرو سرچینو د یمن په المهره ولایت باندې د سلطې د پلان د اجرا لپاره په دغه ولایت کښې د امریکا د مشکوکو خوځښتونو خبر ورکړ .
-
په ایران باندې د عربستان د ګرمو د مسولیت اچول او د سیاسي ګډوډۍ له کبله توهمات :-
Dec 06, 2020 09:12د سعودي عربستان چارواکي چې نن سبا د سیمې په سیاسي بدلونونو او د امریکا په انتخاباتو کښې د ولسمشر ټرمپ د ماتي د خوړلو په پایلو سخت اندیښمن دي په نورو باندې د خپلو ګرمو د مسولیت د اچولو لپاره په یولړ څرګندونو کښې هڅه کوي ځانونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ له رامینځته کونکو اقداماتو او له هغه ترهګرۍ څخه چې عربستان په تکفیري تفکرونو او پیسو سره رامینځته کړي ده پاک وګڼي .
-
د اسرائیلو د نويو انتخاباتو ترسره کیدل پریکنده دي
Dec 06, 2020 07:44زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر بني ګانټس وویل د دغه رژیم د پارلمان ړنګیدل او د نویو انتخاباتو ترسره کیدل پریکنده چاره ده .
-
د یمن د ملي نجات حکومت د بخښنې عمومي حکم صادر کړ
Dec 06, 2020 03:51د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي چې د دغه هیواد د ملي ژغورنې حکومت د ګروهنې په بڼه کښې هغه کسان قبلوي چې د سعودي ائتلاف په جبهه کښې وو