د اسرائیلو د نويو انتخاباتو ترسره کیدل پریکنده دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94653-د_اسرائیلو_د_نويو_انتخاباتو_ترسره_کیدل_پریکنده_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر بني ګانټس وویل د دغه رژیم د پارلمان ړنګیدل او د نویو انتخاباتو ترسره کیدل پریکنده چاره ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 06, 2020 11:14 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د نويو انتخاباتو ترسره کیدل پریکنده دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر بني ګانټس وویل د دغه رژیم د پارلمان ړنګیدل او د نویو انتخاباتو ترسره کیدل پریکنده چاره ده .

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر« بني ګانټس» د دغه رژیم له څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو باندې سختې نیوکې سره وویل هغه خپلو ګټو ته په کلي ګټو ترجیح ورکړي دی او په دروغ ویلو او دوکه ورکولو سره یې په ځان باندې عمومي اعتماد له لاسه ورکړی دی .

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر بني ګانټس په دې خبرې سره چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د انتخاباتو د بیا ترسره کیدا د مخنیوي لپاره هیڅ کار نه دی ترسره کړی وویل د اسرائیلو په کابینې کښې دوه اړخیزه اختلافات دومره زیات دي چې د پارلمان ړنګیدل او د انتخاباتو ترسره کیدل یې پریکنده کړي دي .

د صهیونیسټ رژیم د پارلمان استازیو په تیرې چهارشنبې ورځ په اکثریت سره د پارلمان د ړنګیدا د پلان کلیاتو ته رایې ورکړې .

د صهیونیسټ رژیم د قانون پراساس د پارلمان د ړنګیدا په بڼه کښې د پارلمان وارمخکې انتخابات په نوي (۹۰) ورځو کښې ترسره کیږي .