ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100408-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو مهمو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2021 07:26 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو مهمو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د فلسطین په هکله د ایران او ترکیې د ولسمشرانو د ټیلیفوني خبرواترو خبر راخیستې دی او ورسره یې د فلسطینیانو له مظلومیته په ملاتړ کښې د انقرې د خلکو د مظاهرو یو انځور هم چاپ کړی دی.

د خبر په سر کښې د ولسمشر حسن روحاني له قوله په غټو ټکیو لیکل شوي چې د صهیونیسټانو له جنایتونو سره مقابله ضروري ده.

ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا خبره هم په غټو ټکیو راخیستې چې وايي: نړیواله ټولنه باید دفاعي غبرګون وښايي.

د خبر په دوام کښې لولو چې د اسلامي ایران ولسمشر وايي: د فلسطین مسئله لاهم د اسلامي امت ترټولو مهمه او ژوندۍ ګډه مسئله ده. د صهیونیسټانو له جنایتونو سره مقابله او د بوږنونکو حملو او د مظلومو او بې دفاع خلکو د وژلې سمدستي بندیدل یو ضرورت دی.

ولسمشر روحاني زیاته کړه: اسلامي هیوادونه په تیره بیا ایران او ترکیه باید په خپلې ملګرتیا او مساوي ګډون سره د صهیونیسټي رژیم له تیریو او جنایتونو سره د مقابلې لپاره له ټولو موجود توان په تیره بیا د نړیوالو ارګانونو له وړتیاؤ کار واخلي.

په دغو خبرو کښې د ترکیې ولسمشر هم وویل: په خواشینۍ سره نن سبا په نیواکي فلسطین کښې د اسرائیلو له ظالمانه حملو او جنایتونو سره مخامخ یو چې ډیرې خواشینونکې دي.

اردوغان زیاته کړه: ضروري ده چې اسلامي نړۍ د صهیونیسټانو له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د ګډ عمل له حقه پیروي وکړي.

د خبر په یوه بله برخه کښې راغلي چې محمد جواد ظریف د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډې کښې ویلي دي: چمتو یو چې ټولو اختلافات پریږدو او د فلسطین د خلکو له حقوقو په دفاع کښې متحد او یوموټې شو.

ظریف زیاته کړه چې دغه جنایتکار او قاتل رژيم یو ځل بیا ثابته کړه چې په وړاندې یې دوستانه تحرکات یوازې د هغه د زړه د لاسختیدو سبب کیږي.

*/*/*/*/*/*/*

 

 

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د فلسطین په هکله د ایران د ولسمشر او خارجه وزیر د څرګندونو له خبرونو نه علاوه په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې د استازي څرګندونې راخیستې دي چې وايي: د برجام (ایټمي موافقې) د راژوندۍ کولو د مسودې د برابرولو بهیر روان دی.

جمهوري اسلامي او د ایران نورو ډیرو ورځپاڼو هم داشان په هیواد کښې د کرونا د واکسنیشن په هکله خبرونه او انځورونه چاپ کړي دي او لیکي چې خلک د کرونا د مخنیوي په لړ کښې روان واکسنیشن ته د هیلې او امید په سترګه ګوري.

ایران کښې نن سبا د زیات عمر کسانو ته د واکسن وهل روان دي او د پام وړ خبره په کښې دا ده چې د کرونا د خوریدو د مخنیوي او د مشرانو سړیو او ښځو د اسانتیا لپاره هغوي ته په ګاډو او موټرانو کښې دننه واکسن لګول کیږي او ورته له موټره د کوزیدو زحمت هم نه ورکول کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/

 

د تهران چاپ حمایت ورځپاڼې بیا د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته د فلسطین د جهادِ اسلامي د سخت توغندي ځواب خبر راخیستی دی او لیکي چې دغه فلسطیني غورځنګ په صهیونیسټي رژيم باندې د (قاسم) نومې پرمختللي توغندي حملې کړې دي.

د دې خبر سرخي یا سرټکی دی د قدس په نیواکګرانو باندې د مقاومت ګوذار.

له بلې خوا د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد پخواني مشر ویلي دي: مونږ د غمیزې په درشل ولاړ یو او دا، له کندې د غاړې تیاره ده.

هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي چې ملګري ملتونه په دوه ډوله دریځونو سره د اسرائیلو له جنایتونو ملاتړ کوي.

له بلې خوا د ایران د بشري حقوقو کمیټې په یو لیک کښې د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش نه وغوښتل چې د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو او عدالت ته د جنایتکارانو د سپارلو او د بیا نه تکراریدو د ضمانت لپاره دې له خپلو ټولو وړتیاؤ کار واخلي.

*/*/*/*/*/*/

 

 

او د  تهران چاپ ایران ورځپاڼې د ملي امنیت د عالي شورا د منشي ټویټ ته انعکاس ورکړی چې لیکلي یې دي: د سیمې له هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار یو.

خبر زیاتوي چې علي شمخاني په یو ټویټ کښې لیکلي دي: د سیمې  د ولسونو د سوکالتیا او د بنسټیزې پراختیا په توګه د ډله ایز امنیت د رامینټخ کولو په لاروچارو کښې د سیمې له هیوادونو سره مشارکت ته تیار یو.

ښاغلي شمخاني په دغه پيغام کښې هم داشان لیکلي دي: په افغانستان کښې د امریکې او د مقاومت د چورلیز په وړاندې د صهیونیسټي رژیم پرله پسې ماتې، د نیواکګرۍ، سلطه طلبۍ او جنګ جوړونې د زیات لګښت د بې ګټې والي نښه ده.

*/*/*/*/*/*

 

 

کابل چاپ:

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې د سولې خبرو اترو په دوام ټینګار کړی.

سرمقاله کښې وړاندې راغلي چې د اختر له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

خو لیکوال اندېښنه ښکاره کړې چې دولت او طالبان داسې مهال بېرته جګړه پیلوي چې د خلکو اساسي غوښتنه د اوربند غځېدل او د جګړې پای ده.

ورځپاڼې د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي اوجګړه پای ته ورسوي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې کابل ته د بریتانیا او پاکستان د لوی درستیزانو د تېرې اوونۍ ګډ سفر ته په اشارې لیکنه خپره کړې ده.

د لیکوال په وینا، که څه هم ښکاره دغه سفر د افغان سولې د بهیر د چټک کولو لپاره ترسره شوی، خو په باور یې، حقیقت دا دی چې د لندن په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان پوځونه باید سره تفاهم ته رسول شوي وای چې د ستراتېژیکو همکاریو په پیل کولو سره ان د امنیتي تړون د لاسلیکولو تر سرحده مخ ته ولاړ شي.

ورځپاڼې د ځنیو باوري سرچینو له قوله لیکلي چې جنرال نیکولاس کارتر د خپل هېواد او غربي نړۍ د اوږدمهاله او حیاتي ګټو د خوندي کولو لپاره د دغه کار د ترسره کولو دنده په غاړه اخیستې ده.

خو لیکوال پوښتنه کوي چې افغانان به په دې کې څه ترلاسه کړي؟

د ورځپاڼې په وینا د دې معاملې ښکاره پایله افغانانو ته دا ده چې هم به خپله خاوره او هم به خپل استقلال په‌کې بایلي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر هغه غوښتنه راخیستې چې پر قومي مخورو یې غږ کړی چې طالبان سولې ته وهڅوي او اړ يې کړي چې په لويه جرګه کې له خلکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

وړاندې راغلي، ولسمشر غني وړمه ورځ د ننګرهار، کندهار او پکتيا ولايتونو له قومي مخورو سره ليدلي او ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی، خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتيا نه‌ده ثابته کړې.

خو د لیکوال په وینا،افغان حکومت د ملت له استازو د سولې راوستو په برخه کې دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې طالبانو د اوربند غځولو غوښتنه رد کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*