اسلامی ایران له مبارزوفلسطنیانو سره هرډول مرستې کوي
د فلسطین دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر همداراز څو ساعته مخکې هم په یولړ څرګندونو کې د فلسطین له مظلوم ملته د ایران دملاتړونو په قدرونې سره وئيلي دي ، د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم دفلسطین ملت یوازې نه دی پريښودلی .
فارس خبري آژانس راپور ورکړی ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د فلسطین دا سلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر اسماعيل هنیّه سره بیګا په ټيلیفوي تماس د فلسطینو مبارزو ډلو دبریاؤ په ستاینې سره روښانه کړې ده ، ایران د فلسطین له ملت او مقاومتي ځواک سره په درستو زمینو کې هرډول مرستو ته تیار دی او هیڅکله به په دې زمینې کې له خپل رول لوبونې غافل نشي .
اسماعیل هنیه هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې په درستو سیاسی اومیداني زمینو کې دفلسطین دحقوقو په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت د ثابتو دریځونو او دغه راز د فلسطینیانو او مقاومتي ډلو ترڅنګ د تهران ددریدا په قدرونې سره روښانه کړې ده ، دفلسطین مقاومت یوه اتل واله حماسه وپنځوله او دصهیونیسټانو د بدماشۍ په ماتولو کې بریالي شول .