د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102072-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران او ورپسې  هم د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2021 08:28 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران او ورپسې  هم د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

  داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه  ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولس نوي ټاکل شوي راتلونکي  ولسمشر ابراهیم ریئسي  وئيلي دي ، حکومت  باید په ولس باندې احسان کونکی نه ، بلکې باید د ولس خدمت کونکی شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د فلسطین او یمن ولسونو د ماشومانو دحقوقو د خلاف ورزي کونکو په لیسټ کې د اسرائيلو اوعربستان د نامو دنه درج کولو په غبرګون کې د ملګروملتو پ سرمنشي سخت اعتراض وکړ .

 د افغانستان د ملی هوساینې  ګوند یا دملی رفاه ګوند عمومی منشي محمد حسن جعفري په یولړ څرګندونو کې د خپل هیواد روانو شرائطو ته په اشارې سره وئيلی،دښمنان د طالبانو ډلې دقدرت په باب مبالغه کوي  او افغانستان به بیا هیڅکله هم د دغې جنایتکارې ډلې  په لاس کې ورشي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ډاګه وئيلی  دي ،په افغانستان کې دشرائطو د کنټرولولو لپاره  له امریکا سره  هرډول ملګرتیاد پاکستان په ضد درستې ترهه ګرې ډلې لمسولی شي ، امریکا چې په  ا فغانستان کې ئې په شلو کلونو نیواک کې د ترهه ګرۍ په ضد بریالیتوبونه نه دي ترلاسه کړي ،نو اوس په  له پاکستانه د پوځي اډو په غوښتلو سره څه وکړي .

 دافغانستان  په دمختلفو ولسوالیو په پرله پسې  نسکوریدا پسې  خبرونه ددې ښودنه کوي ، وسلوال طالبان  د مزارشریف ښار تر دروازو رسیدلي دي . 

 ورځپاڼې په دوام  کې لیکلي دي ، دشمالی کوریا د رهبر خور د امریکا او شمالی کوریا ترمینځ  دخبرواترو په باب د امریکا دتمو په تیروتو بللو سره ټينګار کړی ،  چې واشنګټن د خپل زړه دخوشالولو لپاره  د پيونګ یانګ له اعلامیې  داسې تفسیر  کوي ،ګواکې ورسره پخلاشوي یوو ،خو ډير تیروځي هیڅکله به هم له خپلو د ریځونو شاتګ ونه کړو.

دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،  د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  ټينګار کړی ،هغه اصلی موخې چې د اسلامی انقلاب ، نظام او ایران لپاره وې باید دانتخاباتو لپاره ئې قرباني نه کړو ، انقلابی شونه ،یعني د مهمو موخو نه هیرول دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، په فرانسې کې د سیمه ایزو انتخاباتو په ترسره کیدا کې کابو اته شپیته فی صدي فرانسویانو  په دغو انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی  او د امانوئل ماکرون  ګوند په دغو  ځاي انتخاباتو کې درنده ماته خوړلې ده .

د براؤن پوهنتون  د وروستیو نظر سنجیو په اساس په تیرو شلو کلونو کې  څه دپاسه دیرش زره امریکائی پوځيانو  خودکشۍ کړي دي .

ورځپاڼه زیاتوي ،  د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه دستور کې په  ویانا کې د ایران  او ۴+۱ډلې ترمینځ  د روانو خبرواترو  په دوام کې  خپل  مرکچي ټیم ته سپارښتنه کړې ، چې  دایټمي خبرواترو لپاره  دې کتبي ژمنو له ورکولو ډده وکړي . 

 د ویانا خبرې اترې  په داسې حال کې  خپل نهائي ټکي اوبرخلیک ټاکنې ته رسیدلي  د سپینې مانۍ  واکوالان هماغه راز د جامعې نړیوالې  ایټمی موافقې د بریالیتوب او نهایي کیدا  په وړاندې په خنډ جوړونې سره له خپلو کرغیړنو اقداماتو ډډه نه کوي .

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ و ډب په داسې حال کې اوج ته رسیدلی چې د ترکیې په استانبول کې  د بین الافغاني خبرواترو لپاره هماغه شان هیلې شته دي ، خو ډیری کارپیژاند او شناندي په دې اند دي چې  په افغانستان کې  دهمدې لپاره حالات ترینګلي کړائ شوي دي ،څو  د کابل حکومت او طالبان  دبین الافغاني  خبرواترو  لپاره ځانونه تیار نه کړائ شي .

په پاکستان کې د امریکا پوځ  ته د اډو د نه ورکولو په باب د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان  وروستیو څرګندونو په  هرکلي کې ددغه هیواد ولس یو ځل بیا پتیایلې ده چې   که  په پآکستان کې دامریکا پنجې ښخې شي ، نو دغه هیواد به  یو ځل بیا د ترهه ګرۍ  او دترهه ګرو ځاله شي .

 د سورئې  پوځ او   دمقاومتي چورلیز ځواک  د تکفیری ترهه ګرو د وروستیو پټنځایونو په ضد په عملیاتو کې څلورویشت ترهه ګر هلاک او د دوي یو شمیر پټنځایونه هم تباه کړي دي .

  دا هم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې نن  لیکلی دي  د اسلامی ایران د حکومت ویندوي  وئيلي دي ، که امریکا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دمادو په اساس خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي نو مرکچیان  به د راتلونکي حکومت په تمه نشي او ورسره به جوړ جاړي ته ورسیږي

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت  په شمال لویدیځ کې  امنیتی مامورانو په یولړ عملیاتو کې د  ترهه ګرو اوورانکارو درې ډلې پيژندلي او  له مینځه ئې وړي دي . په دغو عملیاتو کې وئيل کیږي ، یو شمیر ورانکار هلاک شوي او د د وي زیات شمیر وسلې او نور  مهمات هم کشف او ترلاسه شوي دي .

د عراق پخواني لومړي وزیر   آیاد علوي په یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د امریکا حکومت او پوځي  چارواکو  د جنرال قاسم سلیماني  او ابو مهدي المهندس  په ترور سره ستره تیروتنه کړې ده او نوره  په عراق کې د دوي پاتیکیدل ګران شوي دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار باقري په یولړڅرګندونو کې د سپاه پاسدارانو دمتخصصو ځوانانو په لاس د تولید شوي کرونا ضد واکسن د ډير زیات تولید د پیلولو خبر ورکړی  دی .

د صهیونیسټ رژيم  نوی خارجه وزیر په راتلونکو څو ورځو  متحده عربی اماراتو ته  سفر کوي ،  او وئیل کیږي ، چې له اماراتو سره د  اسرائيلو د امنیتی تړون  له لاسلیک کیدا وروسته دا د یوه لوړپوړي صهیونیسټي رژيم  لومړنی سفر دی ، البته ځيني سرچينې وائي چې له دې مخکې هم ځینو لوړپوړو صهیونیستي چارواکو دغه هیواد ته پټ سفرونه کړي دي .

 په امریکا کې د روسیې سفیر  وئیلي دي ،امریکا له روسیې سره د سټراټژيک ثبات نومې خبرواترو لپاره ځان تیاروي ، خو  له بل  پلوه ئې  دروسیې په ضد د نوي بندیزونو دلګولو ډنډورې هم پیل کړي دي .  چې دا د دوي د دوه ګوڼي کړچار ښودنه کوي .

دامریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن  په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلی دي ، هغه اتلس زره افغانان چې  په افغانستان کې ئې له امریکائي پوځيانو سره ملګرتیا کوله ، دستمبر تر یولسمې پورې  له دغه هیواده د درستو بهرنیو عسکرو له وتلو مخکې مخکې  دخپل هیواد د پریښودو لپاره  تیار دي ، خو له دوي کابو نیمو کسانو د وتلو لپاره خپل مدرکونه بشپړ کړي دي او نور غواړي په هره بڼه وي له  افغانستانه پښې سپکې کړي .

Image Caption

 

او س هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ  هېواد ورځپاڼې د افغان ولسمشر  د دوهم مرستيال سرور دانش هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي ،د طالبانو پرضد او له جمهوريته د دفاع لپاره 'پراخ ملي مقاومت' د رامنځته کېدو په حال کې دی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، خو که اړتيا وي، ولس هم پر دې مکلف دی او په وینا یې دا ولسي خوځښتونه هغه مهال رامینځته کېدای شي چې ملي ګټې په خطر کې وي او يا هم هېواد له سخت حالت سره مخ وي.

د ورځپاڼې د لېکوال په اند، دا چې طالبانو د ولس پر ضد ګام پورته کړی او له ترهګرۍ او په ځانګړي توګه ئې  دخپلو بهرنیو اربابانو  له امر سره سم د  ملت، عامه تاسيسات او هېواد راتلونکی ئې  له خطرې سره مخ کړي، يا يې د سولې لاره بدله کړې، نو ولس يې هم پر ضد را پورته شوی دی.

خو لېکوال ټینګار کوي چې افغان حکومت بايد دا ولسي ملاتړ سم مديريت کړي او پرې نه ږدي چې دغه  ولسي ملاتړ ،سملاسی  توکمیزو ،ژبنیو او پرګنیزو او نه هم د ډله ييزو غوښتنو ښکار شي، بلکې داسې مديريت کړای شي چې د ملي يووالي سټه نوره هم پخه او د ملي اجماع د ټينګښت لپاره غوره پيلامه وګرځول شي.

ورځپاڼې پر ملي دفاع وزارت  هم غږ کړی چې لومړی خپل ځواکونه اکمال کړي، ځکه هغوی ته اکمالات او خواړه نه رسېږي او سمه رهبري يې نه کېږي، نو ولسوالۍ او پوستې يوه په بلې پسې سقوط کوي.

=        مسیر ورځپاڼې پوښتلې چې د درې لکه پنځوس زره  ځواکونو پرځای ولې پر ملېشه و تمرکز کېږي؟

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان له ګڼو شمالي ولایتونو څخه رپوټونه دا دي چې حکومت پر پخوانیو قوماندانانو وسلې وېشلي او هغوی له طالبانو سره د جګړو لپاره وسله وال برابر کړي چې په دې کې د ولسي جرګې ځینې غړي، سیمه‌ییز سیاستوال، د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو غړي شامل دي.

د لېکوال په اند پر ملېشو تمرکز له خلکو سره نوې اندېښنې پیدا کړي او دا چاره به پر رسمي او ملي امنیتي ځواکونو د خلکو باور کم کړي، ځکه په وینا ئې د ملېشو جوړول دا معنی لري چې ملي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

له بله اړخه د لیوال اندېښنه دا ده چې دا ملېشې تر ډېره د پخوانیو جنګي تنظیمونو څخه دي چې له وړاندې په جنګي جرمونو او ناقانونه کړنې تورنې دي چې په وینا یې د ملېشو جوړول، یوه ناکاره او ناوړه تجربه ده چې بدې پایلې یې لرلې دي.

    هشت صبح ورځپاڼې هم د طالبانو پر وړاندې د خلکو خوځښت ته اشاره کړې لیکلي یې دي،دغه خوځښتونه دحکومت له تبلیغاتو وړاندې دا معنی ورکوي چې خلک په خپلو سیمو کې د طالبانوشتون نه غواړي.

د لېکوال په وینا د افغانستان خلک د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ځکه دریدلي چې وښئي سیسټم او ارزښتونو ته ژمن دي. خو لیکوال ټینګار کوي په داسې وخت کې چې افغانستان د یوې بشپړې جګړې په درشل کې دی، د حکومت تبلیغاتي ادارې باید د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره ټولې هڅې وکړي.

د لیکوال له انده د طالبانو پر وړاندې روانې جګړې اوپاڅونونه دا په ګوته کوي چې د دې ډلې لپاره ناممکنه ده چې قدرت ته ورسیږي او د نظام واګې پخپل اختیار کې واخلي .