په ایران کې نور ۱۴۴نور کسان دکرونائي ویروس قربانیان شول
تر دې دمه په ایران کې د کرونائي مریضانو شمیر درې میلیون یو لک څلویښت زره او یو سل دیرشو تنو ته رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي، په تیر شواروز کې د نورو یو سل څلور څلویښت کسانو په قرباني کیدا سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر درې اتیا زره او څلور سوه درې اویا تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،د تشخیص دنړیوالومعیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په هیواد کې په کرونا نور یولس زره اوه سوه څلوردیشت ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي یو زر درې سوه دوه څلویښت ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي او له دوي ټولو سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي مریضانو شمیر درې میلیون یو لک څلویښت زره او یو سل دیرشو تنو ته رسیدلی دی .
