له افغانستانه د امریکا وتل په ماتي اعتراف دی
Jul 08, 2021 07:17 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف باوري دی چې له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل په حقیقت کښې په دغه هیواد کښې د خپل ماموریت د ماتي منل دي .
هغه نن وویل امریکا یوازې له افغانستانه خپل عسکر نه وباسي بلکې په دغه کار سره یې دغه خبره منلي ده چې د خپل ماموریت په ترسره کولو کښې ناکامه ده .
له افغانستانه د امریکا د عسکرو له شرم څخه په ډک ډول وتل په داسې حال کښې دي چې په دغه هیواد کښې د واشنګټن کابو شل(۲۰) کلن شتون د دغه هیواد د لسګونو زره مظلومو خلکو له وژل کیدا او د بیخ بناینانو له تباه کیدا او د نشه ییزو موادو د کر او د تولید له زیاتیدا پرته بله هیڅ نتیجه نه ده لرلي .
ټیګونه