د افغانستان وضعیت ستونزمن او نامشخص دى
د تاجکستان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د تاجکستان سرحد ته نږدې د افغانستان بدخشان کې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړو له امله لسګونه افغان عسکر هغه هېواد ته اوښتي وو.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د افغانستان وضعیت ستونزمن او نامشخص باقي پاتې دى.
هغه چې د خپل هېواد ملي امنیتي ځواکونو ته وينا کوله وویل: زمونږ د ګاونډي هیواد افغانستان په ځانګړې توګه د د دې هېواد د شمالي سيمو وضعیت چې زموږ سره سرحد لري ستونزمن او نامشخص باقي پاتې دى.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې وضعیت ساعت په ساعت او ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې دى او دا وضعیت له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې روان دى چې د بهرنيانو د لاسوهنې له امله دى.
د تاجکستان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د تاجکستان سرحد ته نږدې د افغانستان بدخشان کې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړو له امله لسګونه افغان عسکر هغه هېواد ته اوښتي وو.
بل پلو له اختر مخکې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وشوې خو د اختر په تېرو ورځو کې هلته وضعیت ارامه ښودل کېږي.