د امریکا د ښاریزو د حق په رای برید شوی دی
Aug 07, 2021 06:19 Asia/Kabul
رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن په ټویټر پیغام کښې د خلکو د ازادۍ په ساتنې باندې ټینګار سره ولیکل د امریکا د ښاریزو د رایو په حق باندې حمله شوي ده .
هغه وویل شپږپنځوس (۵۶) کاله مخکې په همداسې ورځ زمونږ ملت د رایو د حقوقو قانون تصویب کړ او بشپړه اتحاد ته د رسیدا لپاره یې ستر ګام پورته کړه خو نیمه پیړۍ وروسته د رایو په حق حمله شوي ده او مونږ باید د سپیڅلي حق رایې د ساتنې لپاره فیډرال قوانین تصویب کړو .
په امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له وخت راهسې په انتخاباتو کښې د رایو د حق د ورکولو په هکله د قوانینو په باره کښې د ډیموکراټ او د ریپلیکن ګوندونو ترمینځ شخړې زیاتې شوي دي .
ټیګونه