امریکا:د افغان مشران له طالبانوسره د مقابلې اراده نلری
جان کربی له افغانستانه د امریکایی عسکرو غیرمسولانه او مشکوکو وتلو او په قطر کی له طالبانوسره د واشنګټن پټې موافقې ته له اشارې پرته وویل د دې وضعیت لیدل چی د افغانستان سیاسی او پوځی مشران د طالبانو د پرمختګ د مخنیوی لپاره لازمه اراده نلری ، اندیښمنونکی دې .
د امریکا دفاع وزارت د افغان حکومت د مشرانو په کړچارپه نیوکې سره ادعا وکړه د افغانستان سیاسی او پوځی مشران د طالبانو د پرمختګ د مخنیوی لپاره ضروری اراده نلری او دا اندیښمنونکی خبره ده .
د پینټاګون ویندوی جان کربی له سی این این سره په خبرو کې د طالبانو چټک پرمختګ ته په اشارې سره د افغانستان امنیتی او سیاسی مشران تورن کړل چی له طالبانو سره د مقابلې لپاره ضروری جنګی چمتووالې نلری .
جان کربی له افغانستانه د امریکایی عسکرو غیرمسولانه او مشکوکو وتلو او په قطر کی له طالبانوسره د واشنګټن پټې موافقې ته له اشارې پرته وویل د دې وضعیت لیدل چی د افغانستان سیاسی او پوځی مشران د طالبانو د پرمختګ د مخنیوی لپاره لازمه اراده نلری ، اندیښمنونکی دې .
له افغانستانه د ناټو عسکرو له مشکوک او غیرمسولانه وتلو راهیسې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د طالبانو پرمختګ په چټکتیا سره دوام لری او یوازې څو ولایتونه پاتې دي چی د طالبانو تر ولکې لاندې ندی راغلی .