د ویانا مذاکرات باید د ایراني ولس لپاره څرګنده ګټه ولري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104982-د_ویانا_مذاکرات_باید_د_ایراني_ولس_لپاره_څرګنده_ګټه_ولري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: دیارلسم حکومت باوري دی چې د ویانا ایټمي خبرې اترې باید د ایران د ولس لپاره څرګنده ګټه او بریا ولري او د وخت د ضایع کولو کړنلاره هیڅوک نه مني
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2021 02:57 Asia/Kabul
  • د ویانا مذاکرات باید د ایراني ولس لپاره څرګنده ګټه ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: دیارلسم حکومت باوري دی چې د ویانا ایټمي خبرې اترې باید د ایران د ولس لپاره څرګنده ګټه او بریا ولري او د وخت د ضایع کولو کړنلاره هیڅوک نه مني

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: دیارلسم حکومت باوري دی چې د ویانا ایټمي خبرې اترې باید د ایران د ولس لپاره څرګنده ګټه او بریا ولري او د وخت د ضایع کولو کړنلاره هیڅوک نه مني

حسین امیر عبداللهیان بیګا د ایران د ټیلیویژن د دویم چینل په ځانګړي خبري پروګرام کښې زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت او پارلیمان په مذاکراتو کښې د ایران د ولس د زیات نه زیاتو حقوقو د ترلاسه کولو په تکل کښې دي او هیله لرو چې د ویانا په خبرواترو کښې زمونږ مقابل لوري د عقل او منطق په بنیاد خبرې وکړي.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: د لوړې په مراسمو کښې مې د اروپايي اتحاديې جګ پوړې مرکچڼې انریکه مورا ته وویل چې د امریکایانو وړومبنۍ تیروتنه دا ده چې د ایران د ولس خلاف ګواښونکي ادبیات استعمالوي او پکار دي چې د ایران له ولس سره مودبانه سلوک وکړي ځکه چې ګواښ به ورته هیڅ ګټه ونه رسوي ایران د داسې مذاکرې هرکلی کوي چې منطق پرې واکمن وي.