حشد الشعبی د حسینی (ع)اربعین په زایرینو د حملې مخه ونیوله
داعش ترهه ګرې ډلې د بغداد په جنوب کې په حسینی ویرجنو د حملې پلان برابر کړی وو چی د حشد الشعبی د استخباراتو برخې دغه حمله شنډه کړی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د عراق ولسی ځواک حشد الشعبی په یوه بیانیه کې د حسینی اربعین په زایرینو د داعش د ترهه ګرې ډلې د حملې مخه ونیوله .
داعش ترهه ګرې ډلې د بغداد په جنوب کې په حسینی ویرجنو د حملې پلان برابر کړی وو چی د حشد الشعبی د استخباراتو برخې دغه حمله شنډه کړی .
د حشد الشعبی یوه قوماندان یاسر حسین په وروستیو کې ویلی وو د دغه سازمان د عملیاتو کوټه به چی د حسینی اربعین د دستورو لپاره جوړه شوی ، له کربلا د وروستی زایر تر ستنیدا پورې خپل کار ته دوام ورکړی .
د صفې په شلمه د شهیدانو د سردار او د هغه د اهل بیتو او وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده .