د اټومي تړون د احیا لپاره جدي هیله شته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106116-د_اټومي_تړون_د_احیا_لپاره_جدي_هیله_شته
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل معقولانه خوش بیني او جدي هیله شته چې اټومي تړون احیا شي او دا هماغه شی دی چې د اټومي تړون لوري یې غواړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2021 01:30 Asia/Kabul
  • د اټومي تړون د احیا لپاره جدي هیله شته

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل معقولانه خوش بیني او جدي هیله شته چې اټومي تړون احیا شي او دا هماغه شی دی چې د اټومي تړون لوري یې غواړي .

سرګي لاوروف پرون په خبرې کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې ایران د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز تړون این پي ټي  تړون او د سیف ګارډ قانون ژمنو ته پاې بند دی وویل ایران داسې اقدام نه ترسره کوي چې ممنوع وي  .

هغه په عین حال کښې وویل روسیه د اټومي تړون د احیا لپاره زر تر زره د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتونکي ده .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف امریکا ته بلنه ورکړه چې په فعال ډول د اټومي تړون د احیا لپاره اقدامات ترسره کړي .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف  وویل د امریکا اوسنی حکومت د ایران د اټومي پروګرام په هکله د جامع ګډ اقدام د پروګرام مولف دی او واشنګټن باید د اټومي معاملې د احیا لپاره د خبرو اترو د له سره پیلیدا لپاره چټک او فعال اقدام وکړي .

سرګي لاوروف وویل هغه وخت چې امریکا له اټومي تړون ووتله ایران تر یوه (۱) کال پورې په ښه نیت او منصفانه ډول هر هغه څه چې د اټومي تړون پراساس یې باید ترسره کولای اجرا کړل او هیله یې لرله چې امریکا له عقل څخه کار واخلي او اټومي تړون ته ورستنه شي .

په اټومي خبرو کښې د اختلاف یو(۱) ټکی د ایران پرضد د ځینو بندیزونو په ساتلو باندې د امریکا ټینګار دی کوم چې پخواني ولسمشر ټرمپ له اټومي تړون څخه له وتلو وروسته د ایران پرضد لګولي دي .

په دې سربیره د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن حکومت هم ویلي دي چې له اټومي تړون څخه د امریکا د اوسني او د راتلونکو حکومتونو د بیا نه وتلو په هکله هیڅ ډول ضمانت نشو ورکولای .

د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دی دې ته په پام سره چې دا امریکا وه چې د اټومي تړون خلاف ورزۍ یې کړي ده او دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په ختمولو سره اټومي موافقې ته ورستون شي او ضروري ده چې د امریکا د ژمنو د اجرا کولو رښتیاوالی معلوم شي او البته ایران ټینګار کړی دی اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره هیڅ بیړه  یا ټینګار نلري .