د حسینی اربعین پرتمینې دستورې په درستې نړۍکې ترسره کیږي
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، باؤري خبري سرچینې وائي دعراق په کربلا معلی کې د حسیني اربعین د دستورو دترسره کولو لپاره تر دې دمه کابو څوارلس میلیون حسیني زیارتوال رسیدلي دي او دغه بهیر هماغه راز روان دی . داهم وئیل شوي چې د نجف اشرف اشرف ځاي چارواکو پر نورو هیوادونو غږ کړی ، چې دنجف اشرف په هوائي ډګر کې نور د مسافری الوتکو دکوځیدو ظرفیّت نشته نو په دې خاطر دې د نجف په لور الوتونو ته اجازت نه ورکوي .
هغه حسینی مینه وال چې په کربلان کې دحسیني څلویښتۍ یا اربعین په پلي لاریون کې له ګډونه پاتې شوي دي ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې دخپنې مینې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره ځاي مقدسو ځایونو ته پلي لاریونونه پيل کړي دي او د اربعین ورځې تر وروستیو پورې به دغه لاریونونه جاري وي . د ایران په مشهد ،قم او تهران او نورو ډيرو ښارونو کې د لسګونو زره حسینی عزادارو له خوا په خودجوشه ډول دغه لاریونونه دوام لري .
دغه دستورې په تهران کې پر نورو ځایونو سربیره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د ویډیوئی لینک له لارې په شتون سره هماغه راز روانې دي اوتر ماښام پورې په دوام ولري .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .