د طالبانو او د تاجیکستان عسکر په سرحد کښې راغونډ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106344-د_طالبانو_او_د_تاجیکستان_عسکر_په_سرحد_کښې_راغونډ_شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت د اطلاعاتو او د مطبوعاتو د برخې مرستیال الیکسي زایتسف د افغانستان او د تاجیکستان په ګډو سرحدونو کښې د طالبانو ډلې د ځواکونو او د تاجیکستان د حکومتي عسکرو د راغونډیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 01:47 Asia/Kabul
  • د طالبانو  او د تاجیکستان عسکر په سرحد کښې راغونډ شوي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت د اطلاعاتو او د مطبوعاتو د برخې مرستیال الیکسي زایتسف د افغانستان او د تاجیکستان په ګډو سرحدونو کښې د طالبانو ډلې د ځواکونو او د تاجیکستان د حکومتي عسکرو د راغونډیدا خبر ورکړ .

هغه پرون په یوه (۱) خبري کانفرنس کښې د دواړو هیوادونو په ګډ سرحد کښې د افغانستان د طالبانو ډلې او د تاجیکستان د ځواکونو د راغونډیدا د خبر په اعلانو سره له کابل او دوشنبې څخه وغوښتل چې په خپلو سرحدونو کښې د تاوتریخوالو او د اختلافاتو د حل لپاره د دواړو لورو د منلو وړ لارو چارو د لټولو هڅه وکړي .

د روسیې د خارجه وزارت د اطلاعاتو او د مطبوعاتو د برخې مرستیال الیسکي زایتسف د کابل او د دوشنبې په اړیکو کښې زیاتیدونکی تاوتریخوالی او د یوبل پرضد د افغانستان د طالبانو ډلې او د تاجیکستان د چارواکو څرګندونې اندیښمنونکي وبللې .

له دې مخکې طالبانو چې د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه یې افغانستان په لاس کښې اخیستی دی تاجیکستان د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړی دی .

دغه راز د تاجیکستان ولسمشر امام علې رحمان څو ورځې مخکې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په وینا کښې په افغانستان کښې د انساني غمیزې په هکله د بشري حقوقو د موسسو په چپتیا باندې نیوکې سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او د هیواد د حکومت د جوړښت د ټاکلو لپاره د ټول پوښتنې د ترسره کولو غوښتنه کړي وه .