دغه سړی د شاتو له مچیو سره ژوند کوي
Oct 13, 2021 12:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د شاتو له مچیو خو ټول خلک ویریږي ځکه چې هغه په خطرناک ډول چیچل کوي چې له کبله یې د انسان په بدن کښې خارښت رامینځته کیږي او هغه ځای چې چیچل شوی وی سوځي .
خو ځینې خلک داسې هم شته چې د شاتو د مچیو په مینځ کښې له کومې ویرې او خطر پرته ژوند کوي .
په دغه تصویر کښې تاسو وینئ چې یو سړی د زرګونو مچیو په مینځ کښې له ویرې پرته ولاړ .
په دغه تصویر کښې لیدل کیږي چې دغه سړی نه یوازې د شاتو د مچیو ترمینځ ولاړ دی بلکې د شاتو د مچیو په کندو کښې د لاس په وهلو سره د شاتو مچې په خپل بنیان کښې اچوي .
ټیګونه