د امریکا نیمايي خلکو ډیموکراسۍ له خطر سره مخامخ وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107156-د_امریکا_نیمايي_خلکو_ډیموکراسۍ_له_خطر_سره_مخامخ_وبلله
ایرنا خبري اژانس وايي د نوي نظر پوښتنې نتیجو وښودله د امریکا څه د پاسه نیمايي خلک باوري دي چې په هیواد کښې ډیموکراسۍ له جدي خطر سره مخ ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 21, 2021 04:45 Asia/Kabul
  • د امریکا نیمايي خلکو ډیموکراسۍ له خطر سره مخامخ وبلله

ایرنا خبري اژانس وايي د نوي نظر پوښتنې نتیجو وښودله د امریکا څه د پاسه نیمايي خلک باوري دي چې په هیواد کښې ډیموکراسۍ له جدي خطر سره مخ ده .

د امریکا د ګرینل کالج د نظر سنجې د پایلو پراساس چې پرون خپرې شوې د امریکا دوه پنځوس (۵۲) فیصده د پاخه عمر کسانو ، پینځه پنځوس (۵۵) فیصده احتمالي رایو ورکونکو او دوهمه (۲) برخه هغو کسانو چې ځانونه زوړپال ګني او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ شپږاویا (۷۶) فیصده پلویانو وویل په امریکا کښې جمهوریت له جدي خطر سره مخامخ دی .

د انتخاباتو کارپیژاندو او د  ډیموکراسۍ پلویانو په امریکا کښې په ډیموکراسۍ باندې د حملې په هکله د خبرداري ټلۍ ګړنګولي ده .

دغه نوي نظر سنجې د دې ښودنه کوي چې د امریکا کابو دیرش (۳۰) فیصده رایې ورکونکي په هیواد کښې د راتلونکي میلادي په مینځ پړاوه انتخاباتو باندې اعتماد لري .