روسیې د اسرائیلو د ښارګیو جوړول غیر قانوني وبلل
روسیا الیوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په قدس او لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم د ښارګیو جوړول غیر قانوني وبلل .
د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل مونږ د اسرائیلو د ښارګیو د جوړولو د فعالیتونو د غیر قانوني توب په هکله د ماسکو په ثابتو او اصولي دریځونو ټینګار کوو او باوري یوو چې دا ډول یواړخیزه اقدامات د فلسطین حکومت د جوړیدا او د اسرائیلو او د فلسطینیانو ترمینځ د خبرو اترو د مناسبو شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې له مینځه وړي .
هغې وویل روسیه له ټولو لورو غواړي د داسې ګامونو چې ممکنه ده په سیمه کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب شي له اخیستلو ډډه وکړي .
د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزارت د پلانونې لوړې شورا چې په لویدیځې غاړې کښې د کورونو د جوړولو د اجازه لیکونو د ورکولو مسوله ده څه موده مخکې د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې د درې زره (۳۰۰۰) نویو کورونو له جوړولو سره موافقت وکړ .
دغه راز د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس هم مخکې ویلي وو چې د ولسمشر جوبایډن حکومت د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د ښارګیو د پراخولو لپاره د اسرائیلو له پلان سره سخت مخالف دی .
دا په داسې حال کښې دي چې امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونه د اسرائیلو ستر ملاتړي دي او له دغه رژیم سره مرستې کوي .