«ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» کتاب چاپ شو
(last modified Sun, 07 Nov 2021 12:28:41 GMT )
Nov 07, 2021 16:58 Asia/Kabul
  • «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» کتاب چاپ شو

د پښتو د مشهور ليکوال، شاعر، محقق ، مترجم او جرنلېسټ «انور شاهين خانخېل» يو کتاب له چاپه راووتۀ.

دغه کتاب چې «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» نوميږي او  په 179 مخونو مشتمل دے په تېرو ورځو کښې په پېښور کښې «منګل کتاب کور» نومې خپرندويه ادارې چاپ کړو. دغه کتاب چې يې په پېښور کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ادبي، کلتوري او ثقافتي مرکز په وړانديز او تجويز له فارسۍ کتاب «تعليم و تربيت در تمدن اسلامي» نه په پښتو ژباړلے دے د تعليمي او تربيتي موضوع په باره کښې دے. د کتاب اهميت له دې نه هم څرګنديږي چې دا کتاب د فارسۍ ژبې دوو نامتو مولفينو ښاغليو «اسماعيل باغستاني» او «محسن معيني» په شريکه تاليف کړے دے.

په کتاب کښې د اسلام د مبين دين له ابتدائي دور نه تر اوسني دوره پورې د ديني او دنيوي تعليم او تربيت يا ښؤنې او روزنې د مختلفو روشونو، طريقو، د مختلفو تعليمي ادارو، مرکزونو او مکتبونو او د هغو د مشکلاتو او لوړو ژورو په حقله تفصيلي بحث شوے دے.

دا کتاب د هر وګړي لپاره په خاصه توګه له تعليم او تربيت او تعليمي، کلتوري او ادبي ادارو او له پوهنتونونو، کالجونو، سکولونو او ديني مدرسو سره د اړوندو کسانو لپاره ډېر ګټور دے او ډېر څه ترې زده کېدې شي.