اولیانوف:
د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماتې خوړلې ده
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماته خوړلی وباله
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماته خوړلی وباله
میخائیل اولیانوف وویل: د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست له سیاسي، پوځي، سفارتي او انسان دوستۍ له نظره په بشپړه توګه ماتې خوړلې ده.
د اولیانوف دا څرګندونې د امریکې له خوا د افغانستان د پانګې د بلاک کیدو په لړ کښې د انتقادي ټویټ په غبرګون کښې شوې دي.
له دې مخکښې هم د روسيې او چین چارواکي د افغانستان د اقتصادي کړکیچ په وجه د دغه هیواد خلاف د امریکې د اقتصادي بندیزونو د لغوه کیدو غوښتونکي شوي وو.
امریکې د ۹.۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت د افغانستان د مرکزي بانک ذخایر بلاک کړي دي.