د روسیې خارجه وزیر د لویدیځو هیوادونو په کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109484-د_روسیې_خارجه_وزیر_د_لویدیځو_هیوادونو_په_کړچار_نیوکه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل د لویدیځو هیوادونو متکبرانه کړچار د نړیوالو مسائیلو د هواريدا خنډ کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2021 10:17 Asia/Kabul
  • د روسیې خارجه وزیر د لویدیځو هیوادونو په کړچار نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل د لویدیځو هیوادونو متکبرانه کړچار د نړیوالو مسائیلو د هواريدا خنډ کیږي .

لاوروف  وویل امریکا او د هغه لویدیځ شرکا په بیلابیلو حالاتو کښې په محدود شمیر غړیو سره یوشمیر ائتلافونه جوړوي او د نړیوالې ټولنې لخوا خبره کوي .

هغه وویل یوشمیر لویدیځ هیوادونه چې په سر کښې یې امریکا ده د خپلې ماتیدونکي برترۍ د ساتلو لپاره په چټي هیلې سره هڅه کوي چې د خپل د نظر وړ اصول د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو معیارونو ځای ناستي کړي .

امریکا په تیرو کلونو  کښې په ځلونو د خپلې نړیوالې سلطې د شرایطو د تامینولو په هدف سره یوشمیر ائتلافونه  جوړ کړي دي او په دوې کښې ځینو ائتلافونو په دوه زره دریم (۲۰۰۳) میلادي کال کښې په عراق د برید او د دغه هیواد د نیواک په شمول په خونړیو لشکر کشیو کښې له امریکا سره مرسته کړي ده .

د امریکا د دا ډول هڅو اخري مورد د تش په نامه د ډیموکراسۍ د اینټرنیټي غونډې ترسره کول دي چې له پرون څخه پیل شوي ده او نن هم دوام لري .