امریکا کښې ډیموکراسۍ په ځوړتیا ده
ایسنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر مرستیالې میرمن کاملا هریس وویل ډیموکراسۍ په ځوړتیا ده او په ولسي جرګې کانګرس یې غږ وکړ چې د رایو صندوقونو ته د ښاریزو لاسرسی زیات کړي . هغې د ډیموکراسۍ په غونډې کښې وویل مونږ په امریکا کښې پوهیږو چې ډیموکراسۍ له خطر څخه خوندي نه ده .
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس وویل د جنورۍ د میاشتې د شپږمې (۶) نیټې پیښه زمونږ ستره اندیښنه جوړه شوي ده او هغه قوانین چې د امریکا ډیرو ایالتونو د رایو ورکونکو پرضد تصویب کړي دي له ډیموکراسۍ څخه د هیواد د خلکو د محرومولو لپاره د فعالانه هڅو په لړ کښې دي .
د امریکا ډیرو ایالتونو په تیر میلادي کال کښې د پخواني ولسمشر ټرمپ لخوا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا ته په غبرګون کښې داسې قوانین تصویب کړي دي چې د پوسټ له لارې د رایو د ورکولو د چارې په محدودولو او د وارمخکې رایو د ورکولو او د رایو صندوقونو ته د خلکو د لاسرسي د محدودولو په شمول ځینې اقدامات پکښې شامل دي .
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس اعتراف وکړ د رایو حق ته د امریکا د ټولو ښاریزو د لاسرسي په هکله د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د حکومت اقدامات کافي نه دي او هغې له کانګرس وغوښتل چې همدا اوس اقدام وکړي .