په فرانسه کې د مسلمانانو د هدېرو سپکاوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109628-په_فرانسه_کې_د_مسلمانانو_د_هدېرو_سپکاوی
د فرانسې په مولوز ښار کې د مسلمانانو لسګونه قبرونه او هدیرې وراني شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 13, 2021 13:09 Asia/Kabul
  • په فرانسه کې د مسلمانانو د هدېرو سپکاوی

د فرانسې په مولوز ښار کې د مسلمانانو لسګونه قبرونه او هدیرې وراني شوي دي.

د مولوز ښاروال رسنیو ته وویل: داسي اقدامات د منلو نه دي، په دې هکله د پولیسو تحقیقات پیل شوی دی.

تېره میاشته کې هم په فرانسه کې د مسلمانانو د دریو جوماتونو په دېوارونو باندې د اسلام په ضد او د مسلمانانو په ضد سپک سپوري شعارونه لیکل شوي وې.

فرانسوي مسلمانانو په ځلونو په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضد د تاوتریخوالو او د کرکې له زیاتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې او د حکومتي اقداماتو غوښتونکي شوي دي.

دا په داسي حال کې دی چي د فرانسې ولسمشر امانوئل اماکرون هم په ځلونو اسلام وېرونې ته لمنه وهلې ده او د مسلمانو په ضد خبرې کړي دي.