په ایټمي خبروکې ډيپلوماسي باید هراړخیزه وي
ځیني لوبغاړي ، د واقعي ډيپلوماسۍ په ځاي د نورو دګرَم بللو پرخپل عادت ټينګار کوي ، ډيپلوماسۍ یوه دوه پلوه روډ دی ، که د ګرَم د ګرَمې د جبرانولو لپاره کومه اراده او هوډ وي ، نو دیوې ښې موافقې لپاره چټکه لاره هواریږي .
زمونږخبریال راپور راکړ، په ویانا کې په نیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي میخائیل اولیانوف په ویانا کې د ایران دمرکچي ټیم د مشر او مرستیال خارجه وزیر علی باقری کني د پيغام په تصدیق کولو کې ووئيل ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې درست لوري دې په نظر کې ولري چې ډيپلوماسي دوه پلوه سړک دی او ډيپلوماسۍ له یوه پلوه هیڅکله هم بریالۍ نشي کیدلی .
له دې مخکې علی باقری کني وئيلي ، ځیني لوبغاړي ، د واقعي ډيپلوماسۍ په ځاي د نورو دګرَم بللو پرخپل عادت ټينګار کوي ، ډيپلوماسۍ یوه دوه پلوه روډ دی ، که د ګرَم د ګرَمې د جبرانولو لپاره کومه اراده او هوډ وي ، نو دیوې ښې موافقې لپاره چټکه لاره هواریږي .
د یوه مسئولیّت منونکي هیوادو په توګه اسلامی ایران په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ايتمي موافقې خلاف ورزي ئې کړې او دا واشنګټن دی چې باید دبندیزونو په ختمولو سره بیرته موافقې ته وګرځي او لازمه ده چې د امریکا د ژمنو اجرا هم تائيد شي .