د امریکا خلکو افغانستان ته له مرستو سره مخالفت کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111278-د_امریکا_خلکو_افغانستان_ته_له_مرستو_سره_مخالفت_کړی
د امریکا د مارنینګ کانسالټ (Morning Consult ) موسسې د نظر پوښتنې پایلې چې د جنورۍ په پینځلسمه (۱۵) او شپاړسمه (۱۶) نیټه له دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) ګډون کونکو سره د مرکو له لارې لاس ته راغلي دی د دې ښودنه کوي د امریکا شپيته (۶۰) فیصده رايي ورکونکي (voters) د افغانستان خلکو ته د واشنګټن د انسان دوستانه مرستو له استولو سره مخالف دي او اولس (۱۷) فیصده نور بیا موافق دي او درویشت (۲۳) فیصده کسانو هم خپل هیڅ نظر څرګند نکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 07:42 Asia/Kabul
  • د امریکا خلکو افغانستان ته له مرستو سره مخالفت کړی

د امریکا د مارنینګ کانسالټ (Morning Consult ) موسسې د نظر پوښتنې پایلې چې د جنورۍ په پینځلسمه (۱۵) او شپاړسمه (۱۶) نیټه له دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) ګډون کونکو سره د مرکو له لارې لاس ته راغلي دی د دې ښودنه کوي د امریکا شپيته (۶۰) فیصده رايي ورکونکي (voters) د افغانستان خلکو ته د واشنګټن د انسان دوستانه مرستو له استولو سره مخالف دي او اولس (۱۷) فیصده نور بیا موافق دي او درویشت (۲۳) فیصده کسانو هم خپل هیڅ نظر څرګند نکړ .

په دغه نظر سنجې کښې د ګډون کونکو کسانو له ټولګې څخه د ډیموکراټ ګوند اوه څلویښت (۴۷) فیصده رايي ورکونکي مخالف ، اوویشت(۲۷) فیصده موافق او نورو بیا هیڅ نظر څرګند نکړ .

دغه راز د ریپبلیکن ګوند شپږ اویا (۷۶) فیصده رایې ورکونکي مخالف ، اته (۸) فیصده موافق او پاتې نورو کسانو بیا هیڅ نظر څرګند نکړ .

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک کابو نهه (۹) اعشاریه پینځه (۵) میلیارډه ډالر کنګل کړي دي .

امریکا په ځلونو ویلي دي  چې د افغانستان د ډالرو د زیرمو د ازادولو لپاره هیڅ پروګرام نلري .