په متحده عربي اماراتو کښې د امریکا الوتکې دیره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112188-په_متحده_عربي_اماراتو_کښې_د_امریکا_الوتکې_دیره_شوې
رویټرز خبري اژانس وايي امریکا په داسې حال کښې د سیمه ییزو شرکانو د دفاع په نوم خپلې ایف دوه ویشت (F-22) جنګي الوتکې په ابوظهبۍ کښې دیره کړي دي چې هماغه راز په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د تیریو له غندلو ډډه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2022 08:13 Asia/Kabul
  • په متحده عربي اماراتو کښې د امریکا الوتکې دیره شوې

رویټرز خبري اژانس وايي امریکا په داسې حال کښې د سیمه ییزو شرکانو د دفاع په نوم خپلې ایف دوه ویشت (F-22) جنګي الوتکې په ابوظهبۍ کښې دیره کړي دي چې هماغه راز په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د تیریو له غندلو ډډه کوي .

د امریکا یوشمیر  ایف دوه ویشت (۲۲) ډوله جنګي الوتکې پرون د متحده عربي اماراتو د پلازمینې الظفره په اډې  کښې دیره شوې .

دغه اقدام له متحده عربي اماراتو څخه د امریکا د  هراړخیزه ملاتړونو نښه ده کوم چې په تیرو  اونیو کښې د یمن په جنګ کښې د فتنې د رامینځته کولو په دلیل د یمن د پوځ او د ولسي ځواکونو له توغندوي حملو سره مخامخ شوی دی .

د امریکا د هوايي ځواک د اعلان پراساس د ابوظهبۍ په الظفره اډې کښې د ایف دوه ویشت ډوله د پینځم (۵) نسل د جنګي الوتکو دیره کیدل د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین او د ابوظهبۍ د ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان ترمینځ له ترسره شویو غږملتیاو وروسته ترسره شوي دي .

د امریکا چارواکو متحده عربي اماراتو ته د استول شویو ایف دوه ویشت ډوله جنګي الوتکو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي .

امریکا د یمن د ملت پرضد په تیرو اوو(۷) کلونو ستومانه کونکي جنګ کښې د سعودي عربستان په ائتلاف باندې د ډول ډول سپکو او د درنو وسلو یو اصلي خرڅونکی او له یمن سره د جنګ د زیاتولو اصلي عامل هیواد دی .