د حضرت زینب کبری(س) دتلین په مناسبت تسلیّت ومنئ 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112346-د_حضرت_زینب_کبری(س)_دتلین_په_مناسبت_تسلیّت_ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو  خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب کبری(س) دتلین په مناسبت تسلیّت ومنئ 

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو  خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

 د رجب د میاشتې په پنځلسمه نیټه درسته اسلامی نړۍ په تیره بیا د ایران اسلامی جمهوریت  د کربلا د حماسي پاڅون د بیرغوالې  او د شام او کوفې د دربارونو فتح کونکې بی بی حضرت زینب کبری سلام ا... علیها د رحلت د  کلیزې په مناسبت په غم او ویر کې ډوب دی او په دې مناسبت  ویر او ماتم کیږي . 

دغې لوئې بی بی  د معاویه د زوي یزیر له  هغه ځيږ او غړیدلي بهیر سره د لع خپل حضرت امام حسین علیه السلام  ترڅنګ مبارزه کوله چې  د اسلام ددفاع په نامې سره ئې  دکربلا ستره غمیزه رامینځةکړې  او د سوچه محمدي اسلام ستنې ئې ولړزولې .   حضرت زینب کبری سلام ا... علیها د  حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو له شهادته وروسته ، داهل بیت علیهم السلام  د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځاي اسیره شوه او په  دغه زنداني بهیر  کې ئې په شام او کوفې کې د بني امیه ؤ   د پست او فسادګر ماهیّت  ایشوا کړ، او د نیا ته ئې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي پاڅون موخې او  فلسفه وړاندې  او تل پاتې کړه .

حضرت زینب بی بی سلام ا... علیها د ۶۳قمری کال د رجب دمیاشتې په پنځلسمه نیټه وفات شوه .

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو  خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .