لویدیځ له روسیې سره د سړې جګړې پړاو ته ورستون شوی
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دې خبرې تائیدولو سره چې لویدیځ له روسیې سره د ساړه جنګ پړاو ته ورستون شوی دی د جنګ له ګواښ سره د مقابلې لپاره یې د یوشمیر مکانیزمونو غوښتنه وکړه .
هغه پرون په جرمني کښې د مونیخ د امنیتي کانفرنس د پرانیستلو په وخت وینا کښې د نوموړي مطلب په بیانولو سره د اوکراین د کړکیچ په دلیل د وسله والې نښتې د خطرونو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د اوکراین د کړکیچ په هکله اختلافات باید په سوله ییز ډول حل شي او هغه د نړۍ ثبات ته ګواښ ونکړي .
څه موده مخکې هم د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د اوکراین په هکله د تاوتریخوالو د زیاتیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړي وه او ویلي یې وو چې حتی په دغه هیواد کښې د جنګ احتمال هم نشو منلی .
له تیرو دوو میاشتو راهسې د امریکا رسنیو د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې د یولک پوځیانو دیره کیدا ته په اشارې سره د روان میلادي کال په لومړیو کښې په اوکراین باندې د روسیې د حملې د احتمال په هکله فضا جوړونې او پروپاګنډې پیل کړي دي کومې چې په ختیځې اروپا کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب شوي دي .
روسیې په ځلونو د امریکا او د لویدیځو هیوادونو ادعاګانې په کلکه رد کړي دي اوهغه يې خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره د شخړې د رامینځته کولو لپاره هڅه بلله ده .