روسیه به د امریکا بایکاټونو ته پریکنده ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112658-روسیه_به_د_امریکا_بایکاټونو_ته_پریکنده_ځواب_ورکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل د امریکا بایکاټونو ته به پیاوړی او متناسب ځواب ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 00:48 Asia/Kabul
  • روسیه به د امریکا بایکاټونو ته پریکنده ځواب ورکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل د امریکا بایکاټونو ته به پیاوړی او متناسب ځواب ورکړي .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرې دوشنبې ورځ د ماسکو امنیتي اندیښنو ته د لویدیځو هیوادونو په بې پامۍ باندې نیوکې سره وویل روسیه د دونتسک او د لوهانسک جمهوریتونو خپلواکۍ په رسمیت پیژندي .

امریکا د اوکراین د وروستیو بدلونونو او د دونتسک او د لوهانسک جمهوریتونو د خپلواکۍ په رسمیت پیژندلو کښې د روسیې د اقدام په وجه د ماسکو پرضد ځینې بندیزونه اعلان کړل .

روسیې له بایکاټونو څخه د امریکا کار اخیستل غیر رغنده او نه اغیز شیندونکي چاره بللي ده .

د روسیې خارجه وزارت وویل ماسکو دغه حقیقت ثابت کړی دی چې د بایکاټ په ټولو شرایطو کښې د تاوانونو د اغیز د کمولو توان لري او د بایکاټ دباو نشي کولای د خپلو ګټو د دفاع کولو لپاره زمونږ په ارادې اغیز واچوي او خنډ رامینځته کړي .

د روسیې خارجه وزارت وویل امریکا له  ګواښ ،دباو او بایکاټ پرته بل هیڅ اوزار په لاس کښې نلري خو دغه اوزار د نړیوالو قدرتونو په هکله هیڅ اغیز نلري .