روسيې د بشريت په خلاف جنايتوتورن ۸۵ يوکرائنيانو لېسټ اعلان کړ
د روسيې د قضائي تعقيب کمېټۍ د يوکرائن مخکېنو چارواکو په شمول په جنګي او بشريت ضده جنايتونو ۸۵ تورنو يوکرائنيانو په خلاف د قانوني چاره جوئۍ او نيولو لپاره د هغوي لېسټ اعلان کړ.
د روسيې ۲۴ نومې ټي وي چېنل پرون اعلان وکړ چې د روسيې د قضائي تعقيبونې کمېټۍ د هغو کسانو چې په يوکرائن او ډونېټسک او لوهانسک جمهوريتونو کښې يې په جنګي جنايتونو کښې لاس لرلے دے لېسټ خپور کړ.
د دغه رپوټ له مخې د دغو کسانو په اړه ۴۰۰ کيفري دوسيې خلاص شوې او د هغوي د پېژندلو، نيولو او له يوکرائن څخه بهر ته له تښتېدو څخه د مخنيوي لپاره په دې اړه پراخه تحقيقات او هلې ځلې شروع دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن دوه ويلي دي چې هغه ټول کسان چې په يوکرائن کښې يې د خلقو په خلاف د جنګي جنايت مرتکب شي او د هغوي قتل عام يې کړے دے وپېژندلې او ونيولې شي او د سزا لپاره عدالت ته حواله کړې شي.
د يوکرائن د پارلېمان پخوانے مشر الېګزېنډر تورچينوف، د يوکرائن مخکېنے ولسمشر پېټر پوروشنکو، د پراؤ سېکټر نومې تندلارې ښي پالې ډلې مشر ديميټري يارش، د کورنيو چارو پخوانے وزير آرسن آواکوف، دهغه مرستيال آنتون ګراشنکو، پخوانے د دفاع وزير وېلري ګولټي او د دغه هېواد لوے درستيز وېکټور موژنکو نومونه تر تعقيب لاندې کسانو څخه دي.
په دغه لېسټ کښې د يوکرائن د فوځ څو اوسني او پخواني قوماندانان او افسران هم شامل دي.