اوکراین باید بې وسلې شي او له نازي ایزم پاک شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112894-اوکراین_باید_بې_وسلې_شي_او_له_نازي_ایزم_پاک_شي
ايي پي ټي این ټيلي ویژن راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ټينګار وکړ ضروري ده چې اوکراین بې وسلې شي او له نازي ایزم پاک شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 10:24 Asia/Kabul
  • اوکراین باید بې وسلې شي او له نازي ایزم پاک شي

ايي پي ټي این ټيلي ویژن راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ټينګار وکړ ضروري ده چې اوکراین بې وسلې شي او له نازي ایزم پاک شي .

هغه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې وویل د روسیې د ځانګړیو عملیاتو هدف د هغو خلکو ساتنه ده چې له اتو کلونو راهسې د اوکراین له نسل کشۍ سره مخامخ دي .

واسیلي نبنزیا ټینګار وکړ ضروري ده چې اوکراین بې وسلې شي او له نازي ایزم پاک شي .

په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل د اوسني کړکیچ جرړه په مینسک تړون کښې په خپلو ژمنو باندې د اوکراین د عمل نه کولو او د کلونو کلونو ورانکارۍ ته ورګرځي .

د روسیې دغه چارواکي وویل هغه وخت چې په تیرې فرورۍ میاشت کښې د دونباس سیمې ‎پرضد د اوکراین اقدامات بند نشول د دغه سیمې چارواکو د ملګرتیا د لیکونو د موافقې پراساس له مونږ څخه د پوځي مرستې غوښتنه وکړه .