د تیلود نړیوالې بیې زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112932-د_تیلود_نړیوالې_بیې_زیاتیدا
روسیه په درسته نړۍ کې تیلو دوهم ستر صادرونکې هیواد دې ، په دې ډول چی د نړۍ د تیلو لس فیصده او د اروپایی اتحادیې د تیلو په څلورو کې یوه برخه تامینوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2022 11:51 Asia/Kabul
  • د تیلود نړیوالې بیې زیاتیدا

روسیه په درسته نړۍ کې تیلو دوهم ستر صادرونکې هیواد دې ، په دې ډول چی د نړۍ د تیلو لس فیصده او د اروپایی اتحادیې د تیلو په څلورو کې یوه برخه تامینوی

د انرژۍ نړیوال بازار د روسیې او یوکرین د جنګ په پیلیدا سره دبیې د زیاتیدا له کړکیچ سره مخامخ شوی ، په دې ډول چی د ننیو معاملاتو يپه پیل کې د تیلو بیې بیا ریکارډ مات کړ او د هر بیرل بیه له ۱۱۰ ډالره واوښته .

دغه د تیلو د بیې وده له یوه پلوه په یوکرین کې د روسیې په پرمختګ او ځینو لویدیځو هیوادونو لخوا د دغه هیواد د لویدیځ اعمال شوی بایکاټونه او له بل اړخه د بایکاټونو د لغوه کولو خبرواترو اوږدیدا او د تیلونړیوال بازار ته د ایران د تیلو ستنیدا هم د تیلو د بیې په  زیاتیدا اغیز شیندلې دې .

د تیلو د بیې ریکارډ ماتول په داسې حال کې دی چی نن د اوپک پلس غړیو د تولیدا د کمیدا د موافقې د څرنګوالی په هکله غونډه جوړوی . د اوپک د انرژۍ او تیلو وزیرانو تاو متحدانو یې له دې مخکې موافقه کړی وه چی له اګست میاشتې په میاشت کې ۴۰۰ زره بیرله زیات تیل تولید کړي  ، په اوسنی کړکیچ سره اوس باید د اوپک پلس په ننۍ غونډه کې په اپریل میاشت کې د تولید د زیاتیدا په اړه فیصله کیږی . په عین حال کې داسې ښکاری په دغه غونډّ کې به د تولید د کمیدا د اجرا موافقه بدله نشی چی دغه موضوع د تیلو د بیې زیاتیدا سبب کیږی .

د تیلو بازار په کلی ډول له مختلفو عواملو اغیز اخلی چی یو مهم پکې د وړاندی کولو او غوښتنې سویه ده ، هغه موضوع چی حتی د روسیې او یوکرین د جنګ له پیلیدا مخکې سبب شوی  وه چی د تیلو په صادراتو او بایکاټونو کې تاوتریخوالې د وړاندی کولو د کمیدا سبب شی خو د یوکرین د جنګ په پیلیدا سره دغه وضعیت سخت شوی دی او اوس د تیلو بیه له ۱۱۰ ډالرو اوښتی ده . هغه بیه چی په نړیواله سویه یې اندیښنې زیاتې کړي دی .

روسیه په درسته نړۍ کې تیلو دوهم ستر صادرونکې هیواد دې ، په دې ډول چی د نړۍ د تیلو لس فیصده او د اروپایی اتحادیې د تیلو په څلورو کې یوه برخه تامینوی ، له دې امله د یوکرین د جنګ په غبرګون کې د لویدیځو هیوادونو اقتصادی بایکاټونو ډیرې اندیښتنې راپارولی دي چی روسیه ممکنه ده د خپلې انرژۍ په غوڅولو یا محدودولو سره ورته مقابله وکړی یا دا چی بایکاټونه   اخیستونکی وویروی ، که څه هم د لویدیځ بایکاټونه په دې ډول پلان شوي دي چی اروپایی شرکتونو ته اجازه ورکوي له روسیې د انرژۍ اخیستلو ته دوام ورکړي .

امریکا او لویځو هیوادونو په سیاسی ډګر کې له رسندوی تبلیغاتو سره سره د اقتصاد په موضوع کې جلا ډول سیاستونه غوره کړي دي . ځکه چی د روسیې د تیلو پرضد هرډول اقدام په حقیقت کې هغه غشې دې چی امریکا او اروپا په خپله پښه ولی .

د روسیې د تیلو پرضد هرډول اقدام یا ګډوډې په نړیوال بازار کې د تیلو د نورې زیاتیدا سبب هم کیدلې شی او په امریکا کې د تیلو بیه له دې هم زیاتولې شی . هماغه ډول چی اوس د تیلو د بیې په زیاتیدا سره په امریکا کې د تیلو بیه زیاته شوی ده ؤ، هغه موضوع چی د کانګرس په راتلونکیو انتخاباتو کې د بایدن دولت او دیمورکات ګوند لپاره په یوې ټریجیډي بدلیدلې شی .

داسې ښکاری د روسیې په وړاندې له یوکریتن د لویدیځوالو د ملاتړ اندازه ترذ دې حده دې چی د هغو ګتې په تیره بیا اقتصادی ډګر کې د هغو د ګټې وساتل شي . له دې امله د انرژۍ په بازار کې له ګډوډی سره سره دواړه لوری حاضر ندي د تیلو او ګازو د تبادلې او خرڅولو پرسر جوارۍ وکړي ، هعغه موضوع چی د نړیړوال اقتصاد لپاره جدی ګواښ دې .