روسیه او اوکراین نن په سرحدي سیمه کښې خبرې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112944-روسیه_او_اوکراین_نن_په_سرحدي_سیمه_کښې_خبرې_کوي
زمونږ خبریال وايي د روسیې او د اوکراین ترمینځ خبرې اترې چې ټاکل شوي وه پرون د بیلاروس او د پولینډ په سرحدي سیمه کښې وشي نن سهار ته ځنډول شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2022 01:05 Asia/Kabul
  • روسیه او اوکراین نن په سرحدي سیمه کښې خبرې کوي

زمونږ خبریال وايي د روسیې او د اوکراین ترمینځ خبرې اترې چې ټاکل شوي وه پرون د بیلاروس او د پولینډ په سرحدي سیمه کښې وشي نن سهار ته ځنډول شوي دي .

د روسیې یوه ټیلي ويژن پرون وویل په داسې حال کښې چې د روسیې د پلاوي ټول غړي د اوکراین له پلاوي سره د خبرو لپاره بیلاروس ته ورغلي دي د اوکراین لوري وویل چې له کي یف څخه وتلي دي او  د  حرکت په حال کښې دي .

ټاکل شوي ده چې د روسیې او د اوکراین خبرې اترې د بیلاروس او د پولینډ په سرحد کښې په بلاوژسکي بوشه سیمه کښې وشي .

د روسیې د ولسمشر مرستیال ولادیمیر مدینسکي چې د اوکراین له پلاوي سره په خبرو کښې د ماسکو د پلاوي  سرپرستۍ پرغاړه لري پرون خبریالانو ته وویل د روسیې پوځیان د اوکراین د پلاوي د حرکت لپاره امنیتي کوریډور برابروي .

هغه وویل په ننیو خبرو کښې به د اوربند د ټینګیدا موضوع مطرح شي .