د روسیې پوځیانو په اوکراین کښې پرمختګ له سره پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113066-د_روسیې_پوځیانو_په_اوکراین_کښې_پرمختګ_له_سره_پیل_کړ
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت وویل په ماریو پول او ولناواخا سیمو کښې د ماسکو د عسکرو پرمختګ چې په موقته اوربند سره دریدلی و د اوکراین د عسکرو له کارړنګونې وروسته له سره پیل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2022 00:53 Asia/Kabul
  • د روسیې پوځیانو په اوکراین کښې پرمختګ له سره پیل کړ

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت وویل په ماریو پول او ولناواخا سیمو کښې د ماسکو د عسکرو پرمختګ چې په موقته اوربند سره دریدلی و د اوکراین د عسکرو له کارړنګونې وروسته له سره پیل شو .

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف پرون مازیګر وویل د ماسکو پوځیانو پرون مازیګر شپږ بجې د اوربند د رعایتولو لپاره په وسله والو ملي پالو ځواکونو باندې د دباو د راوستلو لپاره د کي یف له نه ګروهنې وروسته په عملیاتي سیمو  کښې پرمختګ له سره پیل کړ .

د روسیې دفاع وزارت وویل زمونږ پوځیانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اوکراین څلور(۴) سوخوی اوویشت ډوله جنګي الوتکې غورځولي دي .

د روسیې څلرویشتم ټیلي ويژن هم د اوکراین په جنوب کښې د خرسون سیمې ته نږدې د اوکراین د پوځ د یوې اډې د نیولو خبر ورکړ .

دغه راز د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دفتر وویل له روسیې سره د اوکراین د خبرو اترو دریم پړاو په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کښې ترسره کیږي او د مذاکراتو ځای نه دی بدل شوی .