Mar 09, 2022 13:29 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۱۲-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې هم د تهران جام جم آنلائن ورځپاڼې ته يوه کتنه کوو چې په ويانا کښې د ايران له مذاکراتي ټيم سره نزدې يوې باخبرې سرچينې په نقل سره  په خپل يو خصوصي رپوټ کښې وليکل: د ويانا خبرې اترې د امريکې فېصلې او ځواب ته ځنډېدلې دي.

د جام جم د رپوټ له مخې دغې سرچينې وويل: د ويانا په خبرو اترو کښې په تېرو څو هفتو کښې د ايران د عمل د نوښتونو او روغ نيت په وجه د پام پرمختګونه شوي دي. د باقي پاتې موضوعاتو د هواري په خاطر د لارې د ګډې نقشې د وړاندې کولو لپاره د ايران او اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس موافقه هم د دغې ادعا ګواه ده.

دغې سرچينې زياته کړه، په مقابل کښې امريکائي ټيم په سياسي فېصلې کولو کښې په سستۍ سره يوې ښې موافقې ته د رسېدو بهير ځنډولے دے.

دغې سرچينې وويل: په ويانا کښې د امريکې ټيم هم د باقي پاتې موضوعاتو په اړه د ضروري دستورالعملونو د ترلاسه کولو په طمه دے. په ويانا کښې موافقه نن له هر بل څيز نه زيات په خبرو اترو کښې مطرح شويو وړانديزونو ته د امريکې ځواب ته ضرورت لري.

-------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت او د روسيې د خارجه وزيرانو ټيلفوني خبرو اترو ته په اشارې سره وليکل:

د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان په دې باندې په تاکيد سره چې ايران هم له جنګ او هم له بنديزونو سره مخالف دے وويل: څرګنده ده چې د روسيې په شمول له هيڅ يو هېواد سره د ايران ملګرتياوې پکار نه دے د بنديزونو له فضا څخه متاثره شي.

هغه زياته کړه، مونږ په ويانا کښې ښې او مضبوطې موافقې ته د رسېدو لپاره په جديت سره کوشش کوو او تر اوسه ښه پرمختګونو ترلاسه شوي دي خو د ترلاسه شويو پرمختګونو باوجود په ويانا کښې ځينې مسائل تر اوسه نه دي هوار شوي چې د لويديځ سېاسي فېصلو ته ضرورت لري.

په دغو ټيلفوني خبرو اترو د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف هم د تجارتي او اقتصادي په شمول په مختلفو برخو کښې د ايران او روسيې د ملګرتياو په ضرورت تاکيد وکړ. هغه د ويانا خبرو اترو بهير او په دغو خبرو اترو کښې د ايران له منطقي غوښتنې څخه  ملاتړ ته په اشارې سره په دې باره کښې خپل نظرونه مطرح کړل.

لاوروف د روسيې په خلاف په بنديزونو لګولو باندې په نيوکې سره په ټولو برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا په اهميت باندې تاکيد وکړ. هغه زياته کړهغواړي د برجام د نړیوالي موافقې په بیا راژوندي کېدو سره، د دې موافقې ټول اړخونه له توپیر نه بغېر په ټولو زمینو کښې د پرمختګ لپاره ملګرتيا او تعاون وکړي.

----------

اوس به هم د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې ته يوه لنډه کتنه وکړوو. دغه ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کښې ليکل: د دغه هېواد د عمران خان د حکومت په خلاف مخالفو ګوندونو د عدم اعتماد تحريک چې د شپږ اتيا استازيو لخوا لاسليک شوے دے د پاکستان د قومي اسمبلۍ په سېکرټرېټ کښې جمع کړے شو. او دې سره په دغه هېواد کښې د عدم اعتماد بازار تود شو.

ورځپاڼې له بلې خوا د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: چې دغه ټول غلۀ راغونډ شوي دي او د پاکستان فوځ به د غلو ملګرتيا هيڅکله ونه کړي. هغه زياته کړه دغو غلو ته به داسې ماتې ورکړم چې تر ۲۰۲۸ کاله پورې به له ځايه ونه ښوځېدې شي. عمران خان وويل: د حکومت د راپرزولو لپاره د مخالفو ګوندونو شا ته يو نه څو بهرني لاسونه کار کوي او نه غواړي چې پاکستان په يوه بې طرفه بهرنے سياست ولري. هغه واضحه کړه چې په دې جنګ کښې به خداے پاک له ما سره مرسته وکړي.

---------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د پاکستان د خېبرپښتخوا په پېښور کښې په اماميه جامع مسجد د ترهه ګريزې حملې په اړه د امنيتي ادار په نقل سره وليکل: د ځان وژونکي ترهه ګر کس چې احسان عبدا... نومېدۀ يو سهولت کار حسن شان د دغې صوبې له جمرود سيمې څخه نيول شوے دے. ورځپاڼه په تفصيل کښې ليکي چې ځان وژونکے ترهه ګر د يو غېر  قانوني ګرځېدل شوي ترهه ګر تنظيم لخوا روزل شوے ؤ او له ۲۰۲۰ کال راهسې بې درکه شوے او افغانستان ته لاړ ؤ، ورځپاڼه زياتوي چې دغه ترهه ګر د خپل سهولت کار حسن شان په پاسپورت سعودي ته هم لاړ دے او هلته يې يوه موده تېره کړې وه. د دغه کس کورنۍ په پېښور کښې ژوند کوي. په خبر کښې زياته شوې ده چې د دغه ترهه ګر يو شمېر نور سهولت کار هم نيول شوي دي چې نومونه يې لا پټ په راز کښې ساتل کيږي.

ورځپاڼې همدارنګ د سېکورټي ادارو په حوالې سره وليکل چې د افغانستان له کنړ څخه شل ټرېننګ شوي ترهه ګر پاکستان ته داخل شوي دي او په دغه هېواد کښې له شلو نه زياتو ترهه ګريزو پېښو ويره موجوده ده.

-------

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼې ته يوه کتنه کوو.

ورځپاڼه په يو خبر کښې ليکي: افغانستان او عراق کې جنګېدلي امریکائي عسکر وائي له رواني، تنفسي او سرطاني بیماريو ځورېږوو.

هغوي زياتوي چې باید د درملنې لپاره یې کانګریس ځانګړې بودیجه تصویب کړي. د هغو امریکايي سرتېرو استازو چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت ترسره کړی وايي چې ملګري یې له ډول ډول  بيماريو په تېره له، نفسياتي، سرطاني او تنفسي ناروغیو ځورېږي چې حکومت ورته هېڅ رنګ پاملرنه نه ده کړې. دوي د امریکا له کانګریس غوښتي چې د پخوانیو سرتېرو د درملنې او پاللو لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړي، ځکه له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ویل کېږي چې د دوی شمېر لسګونه کسانو ته رسېږي او د ګڼو بیماريو تر څنګ نفسياتي او رواني ستونزو سره هم مخ دي. تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي رسنیو ویلي چې سلګونه امریکایي سرتېري چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت ترسره کړی دی له ډول ډول رواني او جسمي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری یې له دې وضعیت شکایت کوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د ډېپلومېټانو او بشري حقوقو د فعالانو له قوله ليکلي چې امريکه بايد د افغانستان ټولې شتمنۍ آزادې کړې.

د دغه خبر په تفصيل کښې راغلي دي شاوخوا پنځوسو پخوانیو ديپلوماټانو، د مدني او بشري حقوقو فعالانو په یولیک کې له اروپایي هېوادونو او امریکې غوښتي چې د افغانستان شتمني ازاده کړي. دغو نړیوالو مطرحو څېرو له امریکې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او په هغه کې دې تصرف نه کوي. دوی همدا راز د برطانيې، اېټالیا او جرمني حکومتونو ته هم یاد لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره هڅه وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې د اقتصادي ناورین مخنیوے وکړي. دوی وایي که د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادېږي او یا په هغه کې تصرف کېږي نو د ټولې سیمې لپاره به ډېر خطرناک او ناوړه نتائج ولري.

-----------

د کابل چاپ يوې بلې هېواد نومې ورځپاڼې د برطانيې د پخواني وزيراعظم په نقل سره ليکلي: په افغانستان او عراق باندې برید او له بوش سره همکاری مې ستره تېروتنه وه.

وموړی ویلی، په دې باور دے ،چې په عراق او افغانستان برید یوه تېروتنه وه او دې په دې تېروتنه کې شریک و.بلېر زیاته کړه :سره له دې چې دا پرېکړه اوس  ناسمه ورته ښکاری ،خو هغه مهال په دې باور و، چې کار یې پر ځای دے. بلېر له دې وړاندې هم ویلی وو، چې د بوش د واکمنۍ پر مهال یې له امریکا سره د عراق او افغانستان په اړه همکاری بېځایه وه.ټونی بلېر داسې مهال د برطانيې وزیراعظم و، چې امریکې غوښتل په افغانستان او عراق برید وکړي او بلېر ورسره پوره همکاری لرله. نړیوال سیاسی مبصرین په دې باور دی، چې امریکې برطانيه او نور اروپایی هیوادونه په فغانستان او عراق کې د جګړې په بهانه د خپلو اهدافو حاصلولو لپاره وکارول.

او دغه ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي: د اسلامی هیوادونو د ملګرتيا تنظیم  په کابل کې خپل دفتر پرانیست.

دغه خبر په تفصيل کښې زیاتوي چې د اسلامی هیوادونو د ملګرتيا تنظیم رسماً په کابل کې خپل دفتر پرانیست او د افغانستان لپاره د دغه تنظیم ځانګړی استازی ډاکتر محمد سعید العیاش خپله دنده پیل کړه.د اسلامی هیوادونو د همکاریو تنظيم پر خپله ټویټر پاڼه کښې لیکلی، چې په کابل کې یې دفتر پرانیست.سرچینه وایی، د یاد سازمان د دفتر په پرانیستلو سره به هڅه وکړی ،چې له افغانستان سره د نړیوالو شریکانو په بشری مرستو کې همغږې رامنځته کړی.دغه تنظيم ویلی: د اسلامی هیوادونو د همکاریو سازمان به له افغانانو سره د بشری مرستو په برخه کې خپل مسئولیت تر سره کړی.د اسلامی هیوادونو د همکارۍ سازمان تیره دسمبر میاشت په اسلام آباد کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې د دغه هیواد لپاره خپل ځانګړی استازی اعلان کړ.دغه سازمان په یاد کنفرانس کې له افغانستان سره د بشری مرستو په هدف د یو مرستندوی صندوق د رامنځته کېدو خبر هم ورکړ.دا په داسې حال کې ده ،چې تېره اوونۍ دغه تنظيم په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د بشری مرستو د دوام خبر ورکړی و.

د یوبل خبرله مخې:  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اسلامی همکاریو سازمان له استازی ډاکتر طارق علی بخیت سره د امیرخان متقی د لیدنې خبر ورکوی.د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې په دې لیدنه کې د اسلامی همکاریو تنظيم مرستیال د خپل سفر هدف د افغانستان په تړاو د یاد سازمان د ترسره شوی کنفرانس د شوو پرېکړو تعقیب بللی او له افغانانو سره پر بشری، پراختیایی مرستو او ښوونیز بهیر هم خبرې شوې دی.

------

 

ټیګونه