روسیه په اوکراین کښې پوځي فعالیتونه کموي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114090-روسیه_په_اوکراین_کښې_پوځي_فعالیتونه_کموي
ایرنا خبري اژانس وايي روسیې پرون په استنبول کښې د اوکراین او د روسیې د استازندویه پلاویو ترمینځ له خبرو اترو وروسته وویل ماسکو په پام وړ اندازه د اوکراین په شمال کښې د خپلو عسکرو د پوځي فعالیتونو د کمولو اراده لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2022 00:58 Asia/Kabul
  • روسیه په اوکراین کښې پوځي فعالیتونه کموي

ایرنا خبري اژانس وايي روسیې پرون په استنبول کښې د اوکراین او د روسیې د استازندویه پلاویو ترمینځ له خبرو اترو وروسته وویل ماسکو په پام وړ اندازه د اوکراین په شمال کښې د خپلو عسکرو د پوځي فعالیتونو د کمولو اراده لري .

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین وویل ماسکو فیصله کړي ده چې د متقابل اعتماد د زیاتولو او د خبرو اترو د دوام لپاره د ضروري شرایطو د رامینځته کولو او د موافقې نهايي هدف د ترلاسه کولو او د موافقې د لاسلیک کولو لپاره د اوکراین د پلازمینې کیي یف په شاوخوا او دغه راز چرنیهیف ښار کښې پوځي عملیات کموي .

له اوکراین سره د روسیې لوړرتبه مرکچي ولادیمیر مدینسکي پرون د استنبول د خبرو اترو له ختمیدا وروسته وویل د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کتنه یوازې په هغه بڼه کښې امکان لري چې د دواړو هیوادونو خارجه وزیران یې په هکله موافقه وکړي .

مدینسکي وویل روسیه به د خبرواترو په اخري پړاو کښې د اوکراین په وړاندیزونو باندې  په نږدې راتلونکي کښې غور وکړي او نتیجه به یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اعلان کړي چې د ماسکو نهايي ځواب چمتو شي .

د اوکراین د استازندویه پلاوي غړیو ویلي دي مونږ د خبرواترو په اخري پړاو کښې وړاندیز کړی دی کي یف به له ماسکو  څخه د  امنیتي تضمینونو د ترلاسه کولو په بڼه کښې بې پلوه دریځه غوره کړي کوم چې په پوځي تړونونو کښې له شاملیدا یا نورو هیوادونو ته د پوځي اډو له ورکولو څخه د اوکراین د ډډه کولو په معنا دی .

په استنبول کښې د روسیې او د اوکراین د مرکچیانو د خبرو اترو د نوي پړاو په ختمیدا سره د ترکیې خارجه وزیر وویل د روسیې او د اوکراین مرکچي پلاوي د ځینو مسائیلو په هکله موافقې ته رسیدلي دي .

بل خبر دا چې له اوکراین سره د روسیې لوړرتبه مرکچي ولادیمیر مدینسکي له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو له ختمیدا وروسته د دغو خبرو اترو په رغنده  بللو سره وویل روسیه نیت لري په اوکراین کښې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره دوه ګامونه پورته کړي .