ورځپاڼو ته کتنه
دوستانو نن هم کوشش کوو چې د تهران د ځینو ورځپاڼو له ویب سایټونو ځینې مقالې او خبرونه او ورپسې د کابل چاپ او د نورو څو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې درسره شریکې کړو
د تهران جام جم آنلاین لیکلي چې د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر ویلي دي: که دښمن مهلت ضایع کړي نو له دردونکو انتخابونو سره به مخامخ شي.
په دغه خبر کښې لولو چې د یمن د عالي سیاسي شورا مشر مهدی المشاط سعودي عربستان ته د صنعاء درې ورځنې مهلت د یمن د ولس د روا حقوقو د پوره کیدو په لړ کښې وباله او ټینګار یې وکړ چې که ویې نه مني نو په خلاف به یې لا دردونکي انتخابونه وکارول شي.
هغه پرون په یوې ټیلیویژني وینا کښې څرګنده کړه: د صنعاء طرحه (یو اړخیز اوربند او د یمن خلاف د تیري او محاصرې د ختمولو لپاره درې ورځنې مهلت) او هم داشان له هغه مخکښې عملیات (د عربستان د خاورې په مینځ باندې د ډرون او توغندیو بریدونه) د یمن د ولس د روا حقوقو د راژوندي کیدو په موخه ترسره شوې دي.
هغه ټینګار کړ چې که دښمن د عقل او منطق خبره ونه مني نو د تیري دا اتم کال به ورته له حیرانتیاو ډک وي. زمونږ ټول انتخابونه پر میز دي خو هیله ده چې دښمن مو له عقل نه کار واخلي.
*/*/*/*/*
جام جم آنلاین په یو بل خبر کښې لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د صلحې له طرحې هرکلی کړی دی.
دا خبر زیاتوي چې د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د یمن د عالي سیاسي شورا د مشر د صلحې د نوښت په هرکلي سره څرګنده کړه: کومه طرحه چې صنعاء په ښه نیت سره مطرح کړې ده، د جنګ او ظالمانه محاصرې د ختمولو او د یمن د کړکیچ د سیاسي حل لارې په هکله د پریکنده هوډ په هکله مضبوط پیغام لري او ورسره د جدي او مثبت چلند په بڼه کښې د روان جنګ د ختمولو لاره هوارولی شي.
له بلې خوا په سیاسي چارو کښې د ایران د یهزنیو چارو د وزیر لوړرتبه سلاکار علي اصغر حاجي پرون د یمن د وروستیو بدلونونو او په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د هواري د څرنګوالي په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د سلامشورو په دوام کښې د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ سره ویډیو کانفرنس ترسره کړ .
هغه د یمن د ورانونکي جنګ او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ د اتم کال پیلیدا ته په اشارې سره هیله وکړه د سیاسي خبرو اترو ، د اوربند د ټینګیدا ، د کلابندۍ د ختمولو لپاره د عملي اقداماتو او د سیاسي هڅو په رڼا کښې د انساني غمیزې د دوام مخنیوی وشي .
د جام جم آنلاین په یو بل خبر کښې لولو چې نړیوال بانک په افغانستان کښې خپل فعالیت بدن کړ.
نړیوال بانک ویلي دي چې په افغانستان کښې د طالبانو له خوا د نجونو او میرمنو لپاره د رامینځته شویو محدودیتونو په وجه یې په دغه هیواد کښې خپل کار او فعالیت بند کړی دی.
*/*/*/*/*
اوس به د کابل د ځینو ورځپاڼو او خبري سایټونه وګورو
کلید ګروپ په یو خبر کښې لیکلي چې په ترکیه کې د روسیې او اکراین ناسته بې پایلې وه
د اوکراين دولتي تلويزيون په حواله ويل شوي چې په دې ناسته کې د دواړو لورو هرکلی پیکه و.
د ترکيې جمهور ریيس رجب طيب اردغان ويلي چې د غميزې پای ته رسول د دوی کار دی.
اوکراين او د امريکا متحده ايالاتونو له دې ناستې څخه ډېره لږ تمه ښودلې او د بيړنۍ پايلې په تمه نه دي.
د اوکراین چارواکي د خپل حريم او حاکميت پر سر له کومې معاملې پرته د اوربند په لټه کې دي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير «ديميترو کوليبا» په ترکيه کې د دې ناستې په اړه ویلي چې دوی پر خلکو، خاورې او حاکميت معامله نه کوي.
هغه زیاته کړې چې له دغو خبرو څخه کم تر کمه تمه د بشردوستانه مسايل هوارول دي او ډېره هيله ترې دا ده چې د اوربند په اړه هوکړه وشي.
امريکا ويلي چې پر اوکراين له يرغل وروسته يې د سولې لپاره په هڅو کې د روسيې له خوا د جديت کومه نښه نه ده ليدلې.
*/*/*/*/*
په داسې حال کښې چې نړیوال بانک د طالبانو د موقته حکومت له خوا د میرمنو د حقوقو د چخڼي کیدو په غبرګون کښې په افغانستان کښې خپل فعالیت بند کړی، طالبانو له دغه هیواد سره د نړیوالو مرسته غوښتنه کړې.
د کلید ګروپ په دې خبر کښې لولو د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (UNDP) له عمومي مسول «اچيم سټينر»، ورسره پلاوي او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې ديبورا لاينز سره په ارګ کې کتلي.
د دغه حکومت ویاند مرستیال انعام ا... سمنګاني پرون ناوخته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې حنفي له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام او انکشافي مرستو پيلولو هيله کړې ده.
حنفي د بشري مرستو دوام بهر ته د افغانانو د ګډوالۍ او د نشهيي توکو د کارولو مخنيوي لپاره مهم بللی دی.
هغه زیاته کړې چې افغانانو ته د کوکنارو او نورو نشهیي توکو پر ځای د بدیل کښت برابرېدل ډېر اړین دي.
نوموړي همدا راز د بشري مرستو په وېش کې پر شفافيت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې مرستندويه ادارې دې له ستکتوري وزارتونو سره په ګډه مستحق خلک تشخيص او لرې پرتو ولسواليو ته دې هم بشري مرستې ورسول شي.
په دې ليدنه کې د (UNDP) عمومي مسول «اچيم سټينر» د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې افغانستان په دغو سختو شرايطو کې لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ده د بديل کښت تر څنګ خلکو ته د بېلابېلو مهارتونو ښوونه هم ګټوره بللې.
په اعلاميه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورالاينز ويلي چې په قطر کې يې د ۴۰ مرسته کوونکو هېوادونو استازي له افغانانو سره د مرستو لپاره هڅولي دي.
*/*/*/*/*/
اوس به راشو ځینو نړیوالو ورځپاڼو ته.
کاناډایۍ خپرونې (بي اېن اېن-بلومبرګ) کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر پر سفر لیکنه خپره کړې ده.
دا خپرونه لیکي چې د وانګ یي سفر اعلان شوی نهو، دی له اسلاماباده د پنجشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او د پاکستان په پلازمېنه کې یې د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه.
خپرونه وړاندې لیکي چې تېر ځل په ۲۰۱۸ کال کې د چین دا جګپوړي ډیپلومات افغانستان ته تللی و او هغه وختیې د امریکا د ملاتړي حکومت له ولسمشر اشرف غني سره کتلي و.
د خپرونې په باور بیجنګ دا تمه لري چې د افغانستان د پراخو زېرمو استخراج ته لاره پیدا کړي او په سیمه کې د یوه کمبربند یوې لارې پروژه سمه پلې کړي، نو د طالبانو واکمني یې ستایلې. طالبان بیا دې ته لېواله دي چې د چین د مرستو له لارې به نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.
د بي اېن اېن-بلومبرګ په باور وانګ یي د جمعې په ورځ نوې ډېلي ته ځي.
*/*/*/*/