د بریتانیا لومړي وزیر او د اوکراین ولسمشر کتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن پرون د اوکراین پلازمینې کي یف(Kiev) ته په نه اعلان شوي سفر کښې د دغه هیواد له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره کتنه وکړه .
له اوکراین سره د روسیې د جنګ له پیلیدا راهسې بریتانیا د دغه جنګ په ډګر کښې په یوې فعالي لوبغاړي بدله شوي ده او لندن د اوکراین د جنګ د زیاتولو لپاره خپله ټوله هڅه ترسره کړي ده .
بریتانیا له امریکا او له نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې په تیرو اونیو کښې د روسیې پرضد د ډیرو بندیزونو د لګولو تر څنګ اوکراین ته ډیرې وسلې هم استولي دي .
په همدې ارتباط د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون دفتر هم بیګا وویل لندن اراده لري یوسل شل زغرګاډي او د کشتیو ضد نوي توغندي اوکراین ته واستوي .
دغه راز د اسټریا هیواد صدراعظم کارل نهمر(Karl Nehammer) هم په کي یف کښې د اوکراین له ولسمشر زلنسکي سره کتنه او خبرې کړي دي .
په تیرې جمعې ورځې هم د اروپا د کمیسیون مشر اورسولا فون ډیر لاین او د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل په کي یف د اوکراین له ولسسمشر زلنسکي سره کتنه او خبرې کړي وې .
روسیې ویلي دي چې په اوکراین برید د جنګ د شروع کیدا په معنا نه دی بلکې په نړیواله سویه د یوه جنګ د رامینځته کیدا د مخنیوي لباره یو اقدام دی .