Apr 26, 2022 08:28 Asia/Kabul
  • روژه د خداے مېلمستيا (24)

عزتمنودوستانو په دې هيله چې روغ جوړ او خوشحاله به يئ دا دے روژه د خداے مېلمستيا له يو بل ملب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ ورځو ته نزدې کيږوو. هغه مياشت چې سوچه فرصتونه به باطن کښې او انسان د ژوند له مادي، له مشغولتيا ډکې غولؤنکې وادۍ څخه ازادوي. د روايتونو له مخې د دې مياشتې وروستۍ شپې يو خاص عظمت او سپېځلتيا لري. په دې مبارکه مياشت کښې له خداے پاک سره رازونياز زياتوي او دعاګانې خاص رونق پېدا کوي.مونږ هم خپل د حاجت لارونه د خداے پاک لوري ته اوچتوو او ترې غواړوو: خدايه! د دې مبارکې مياشتې لطف او کرم په خپلو بندګانو زيات کړې او نړۍ د ظلم پېشه او سرکشانو له بنده ازاده کړې. تا خپله فرمايلي دي چې د اميد ګلونه په خپلو زړونو کښې وروزوو تر هغه ورځې چې د منجي او نجات ورکؤنکي په ظهور سره تازګي ومومي او آسمان په خپل ټول سخاوت سره د خپل رحمت ورونه زمونږ مخې ته خلاص کړي. بې له شکه چې ستاوعده صحيح او رښتيا ده.

د کال په هيڅ يوه مياشت کښې د دعا کولو دومره سپارښتنه نه ده شوې. د رمضان د مبارکې مياشتې په دعاګانو کښې په خاصه توکه د زمانې امام (ع) ته عنايت شوے او په څو موردو کښې د حضرت امام مهدي (ع) ياد ، نوم او ورلر دعا په نظر راځي، هغه څه چې په دغو دعاګانوکښې څرګند دي هغه آرزوګانې او غوښتنې دي چې تر اوسه بشري ټولنې ځپله نه دي ليدلې او يوازې د ظهور په زمانه کښې به ورته رسيږي، نو ځکه د دغو دعاګانو او د هغو د محتوا غوښتنې يو ډول د ظهور د زمانې د نزدې کېدو غوښتنه ده، به نورو الفاظوسره ددغو دعاګانو خلاص دا ده:«اللَّهُمَّ عَجِّلْ لِوَلِيِّکَ الْفَرَج».

امام مهدي (ع) د سني او شيعه  په شمول د ټولو مسلمانانود زړونو مرکز دے. له بلې خوا د معصومينو عليهم السلام د فرمائشاتو مطابق د رمضان مبارکه مياشت ډېره غوره مياشت ده ا نورې مياشتې له دې ورځو سره د پرتلې وړ نه دي، نو ځکه دا د حضرت حجت (ع) د ظهور لپاره د دعا ترټولو غوره وخت او د خداے پاک د مېلمستيا په مياشت کښې د بندۍ سوچه شېبې دي.

د دعا په کتابونو کښې د دې مياشتې د ورځو او شپو لپاره له پاکو امامانو عليهم السلام څخه په لوړو مضامينوسره يو لړ دعاګانط نقل شوي دي چې له هغو څخه يوه افتتاح نومې دعا ده. دغه دعا د روژې د مبارکې مياشتې له شپو سره مخصوصه ده او د الهي حمد او ثنا او عارفانه رازونياز ډېر لوړ مضامين لري چې الهي اولياو او ديني بزرګانو به يې د لوستلو خاص اهتمام کوۀ.

د افتتاح نومې دعا يوه موضوع چې ورباندې زيات تاکيد شوے دےداسلام له نړيوال حکومت سره د مينې څرګندونې په باره کښې ده چې د امام مهدي (ع) د ظهور په سيوري کښې به برقرار شي. دعا کؤنکے په دغه دعا کښې له پروردګاره د هغه حضرت د ظهور تقاضا لري او عرض کوي: " اَللّهُمَّ اِنّا نَرْغَبُ اِلَیْکَ فی دَوْلَةٍ کَریمَةٍ، تُعِزُّ بهَا الاِسْلامَ وَاَهْلَهُ، وَتُذلُّ بهَا النِّفاقَ وَاَهْلَهُ وَتَجْعَلُنا فیها مِنَ الدُّعاةِ اِلی طاعَتِکَ، وَالْقادَةِ اِلی سَبیلِکَ، وَتَرْزُقُنا بها کَرامَةَ الدُّنْیا وَالاْخِرَةِ : پروردګاره! مونږ يو کريمه حکومت ته سخت احتياج لروو چې د هغه په سيوري کښې اسلام او مسلمانان خپل عزت بيامومي او نفاق او منافقان له ذلت سره مخامخ شي او په هغه (حکومت) کښې مونږ ستا طاعت او فرمانبردارۍ او ستاد لارې پېشوايانو لوري ته له دعوت کؤنکو وګرځوې.

بارالها! آيا موعود منجي ته د انتظار سترګې نيؤنکو انسانانو غږ به بې ځوابه پرېږدې؟ ترټولو غمجنې سترګې، په سحرونو کښې، هغه وخت چې د شفق سرخي ځليږي، ستا په مهدي سلام وايوو او د هغه د ظهور غوښتنه کوي، ظهور يې رانزدې کړې او د هغه ملګرو ته نصر عطا کړې.

يو ترټولو ښکلے اسلامي سنت، صله رحم يعنې له خپلوانو سره تعلق او د هغوي ليدل کتل او ورته د مرستې رسول. صله رحم د اسلامي ژوند د طريقې يوه ستنه ګڼلې شوو چې د انسان د دنيا او آخرت په ژوند کښې زيات تاثير لري.

د اسلامي قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په يوه خطبه کښې چې په شعبانيه خطبې مشهوره ده، د روژې او خداے پاک د مېلمستيا مياشتې ته د ننوتلو د آدابو په باره کښې د مشرانو د احترام  او له ماشومانو سره د مينې، روژتيانو ته د روژه ماتي د ورکولو ، يتيمانو ته د پاملرنې او ورسره د مينې کولو د سپارښتنې تر څنګه فرمائي: «په دې مياشت کښې زياته صله رحم کوئ، چا چې صله رحم وکړ خداے پاک د قيامت په ورځ خپل رحمت په هغه نازلوي او چا چې صله رحم پرې کړ خداے پاک د قيامت په ورځ خپل رحمت له هغه لرې کوي.»

په دې اړه چې ارحام کوم کسان دي مختلف نظريات لري خو په کلي بيان کښې ويلې شوو چې نَسَبی او سَبَبی خپلوان يعنې هغه کسان  چې د ګډ نيکه د لرلو په وجه له مونږ سره د وينې رشته لري او هم هغه کسان چې د وادۀ په ذريعې سره مو له هغوي سره نسبت پېدا کړے دے، په ارحامو کښې شامل دي. هرڅومره چې نسبت زيات نزدې وي  د هغوي په نسبت زمونږ دنده زياته او ورسره صله رحم زياته فرض ده. هره پوښتنه چې په دې اړه رامنځته کيږي دا چې آيا دا حکم يعنې له خپلوانو سره د تعلق او نېکۍ ټينګول او ساتل څه استثنا هم لري؟ مثلاً آيا مونږ ته اجازه ده چې له هغو خپلوانو سره چې بداخلاقه دي يا له مونږ سره په تګ راتګ نه خوشحاليږي يا ګناهګار او حتی کافر خپلوان دي تعلق پرې کړوو؟ هغه څه چې آيتونه او روايتونه مونږ ته رازده کوي: خېر دے، حتی په داسې صورت کښې هم مونږ ته د تعلق پرې کولو اجازه نشته بلکه پکار دے د موجودو حالاتو مناسبې صله رحم لپاره يو لړ طريقې پېدا کړوو. مثلا تګ راتګونه لنډ کړوو او يا په ټيلفوني تماس له لارې د هغوي حال احوال اوپرسوو. کېدې شي زمونږ دا چلند د هغه کس د اصلاح سبب شي. امام جعفر صادق (ع) فرمائي: «د خپلوۍ حق څه څيز نه شي پرې کولې او که درسره يوه عقيده لري نو لپاره دوه حقونه دي، يو د خپلوۍ حق او بل د اسلام حق.»

صله رحم يوازې ليدل کتل او مېلمستيا ورکول او سره يوځاے ناستے نه دے بلکه له دې چارو وراخواچاره ده. ورسره مينه ساتل خپل وس مطابق د هغوي د مالي ضرورتونو پوره کول، د هغوي په وادۀ او تعليم حاصلولو کښې مرسته کول، کله کله ورته له مينې سره مل نصيحت او هدايت او امر بالمعروف و نهې عن المنکر کولو، د بيمارۍ په وخت يې پوښتنه کول، حتی ورسره د زړۀ درد شريکول، روڼ تندے لرل له حالاتو څخه يې نه بې خبر والے، د هغوي په موجودګۍ او غېرموجودګۍ کښې يې د احترام او خېرخواهۍ ساتلهغه ترټولو مهم حقوق دي چې خپلوان يې په مونږ لري او ضروري ده چې د خپل وس او توان مطابق ترې غافله نه شوو. امام جعفر صادق (ع) فرمائي: « صله رحم وکړئ له خپلو وروڼو سره نيکي وکړئ که څه هم په ښه سلام کولو او ځواب ورکولو سره وي.» او په يو بل ځاے کښې فرمائي: « صله رحم وکړه که څه د اوبو په ور څښولو سره وي.»

زمونږ په فقهي سرچينو کښې د صله رحم لپاره ډېر اثرات او برکتونه ذکر شوي دي. حضرت امام جعفر صادق (ع) فرمائي: «صله رحم اخلاق ښه کوي، لاس بخشش کؤنکے کوي، زړونه پاکوي، روزې زياتوي  او اجل وروسته کوي.... د قيامت په ورځ حساب کتاب آسانوي او انسان په بده توګه له مرګه ساتي.» او په مقابل کښې له خپلوانو سره د تعلق د پرې کولو د سختو عواقبوپه اړه خبردارے ورکړے شوے دے. په روايتونو کښې راغلي دي، يو کس د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او پوښتنه يې وکړه، د خداے پاک په نزدې ترټولو مبغوض عمل کوم يودے؟ حضرت وفرمايل: له خداے پاک سره شرک کول. هغه سړي پوښتنه وکړه له دې وروسته کوم عمل دے؟ هغه حضرت ځواب ورکړ، هغه کس چې له خپلو خپلوانو سره تعلق پرې کړي. داسې کس په روايتونو کښې د خداے پاک له رحمته لرې او ملعون بللے شوےدے.

څومره به ښه وي چې د خداے پاک د مېلمستيا په دې مياشت کښې دغه ښکلےاسلامي سنت راژوندے کړوو او په صله رحم سره خپل تږے روح د خداے پاک په بې پايانه رحمت سره خړوب کړوو. شکر دے د هغه خداے چې خپلو بندګانو ته يې د سعادت او عافيت لاره خلاصه کړې او جنت يې د هغوي لپاره حاصلېدونکے جوړ کړے دے.

په تېر پروګرام کښې د روژې په مبارکه مياشت کښې د خوراک له صحيح طريقې سره اړوندو ټکو په اړه دويم مورد ته چې د خوړو د اندازې په باره کښې ؤ اشاره وکړو، په ننني پروګرام کښې يو بل ټکي ته چې د روژې په مبارکه مياشت کښې د خوراک په اړه ورته پکار دے پاملرنه اوشي له تاسو سره غږيږوو او هغه د خوراک د خوړو څه رنګوالے دے.

د انسانانو د خوراک د خوړو يو مشکل چې د هاضمې د سېسټم لپاره زيات مشکلات رامنځته کوي په خوړو کښې بيړه کول دي چې د وخت د محدوديت، سټرېس يا غلط عادت په شان مختلف وجوهات کېدې شي. په هره وجه چې وي د روژې په مبارکه مياشت کښې پکار دے دقتت ولروو چې د وخت تنظيمول داسې اوشي چې په پېشمني کښې د خوراک خوړلو زيات سپارښتنه شوې ده او د هاضمې د سېسټم د سلامتيا په ساتنه کښې تاثير لري، په مقابل کښې د اندېښنې، سټرېس او خفګان په حالاتو کښې د خوراک خوړل په معده باندې زيانمن اثرات لري.

رمضان د سالمو غوړو او تېلو څخه د استفادې لپاره ترټولو غوره وخت دے. بهتره ده چې په اخلي پخلي يا د سلادو په کېچب کښې د زېتونو له تېلو استفاده وکړئ. سالم غوړي او تېل د انسان د بدن او نفسياتو د سلامتيا  لپاره ضروري دي.

غوره ده چې د رمضان په مبارکه مياشت کښې له حېواني او نباتي پروټينو استفاد وکړئ چې په هاضه کښې اسانتيا لري. حېواني پروټين د روژې په مبارکه مياشت کښې ترټولو غوره انتخاب دے. د  حېواني پروټينو اوسپنه له نباتي نه ۱۵ فيصده زيات جذب لري. خو غوره دا ده چې حېواني او نباتي سره ترکيب کړې شي چې هم د پروګرام تعادل وساتل شئ او هم د دواړو له ګټو څخه استفاده کړئ. اوسپنه په ټول بدن کښې د وينې او اکسيجن د ګردش لپاره مهمه ده. همدارنګ د پروټينو استعمال له کاربوهائيډرېټ څخه له استفادې نه زيات ښۀ دے، ځکه چې پروټين د بدن لپاره زياته پائېداره انرجي پېدا کوي. کاربوهائيډرېټ د بدن لپاره يو ضرورت دے، خو که غواړئ مناسب خوراک ولرلې شئ نو د پېشمني په خوړو کښې د وريجو، مکاروني او عامه ډوډۍ په شان نشاسته لرونکي کاربوهائيډرېټ استعمال کړئ.

-------

 

ټیګونه