د بریتانیا خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115492-د_بریتانیا_خلک_له_ډیرو_مشکلاتو_سره_مخ_شوي
ايي نیوز اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د بریتانیا څلورنوي (۹۴) فیصده خلک د ژوند د لګښتونو د زیاتیدا د کړکیچ تر اغیز لاندې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2022 00:41 Asia/Kabul
  • د بریتانیا خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوي

ايي نیوز اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د بریتانیا څلورنوي (۹۴) فیصده خلک د ژوند د لګښتونو د زیاتیدا د کړکیچ تر اغیز لاندې دي .

په بریتانیا کښې د انفلاسیون  اندازه شپږ(۶) اعشاریه دوه(۲) فیصده راپور شوي ده .

د بریتانیا څه د پاسه نیمايي خلک  حکومت د دغه مشکل د رامینځته کولو عامل ګڼي او یو زیات شمیر انګریزان هم کورونا ویروس او د اوکراین جنګ په دغه اقتصادي کړکیچ کښې اغیز شیندونکي عوامل ګڼي .

نوي نظر سنجې وايي چې د ژوند د لګښتونو زیاتیدا په بریتانیا کښې تقریبا ټول خلک تر اغیز لاندې وروستلي دي .

د انګلستان ډیرو خلکو د انفلاسیون له کبله د دباو په دلیل د خوراکي شیانو، جامو او کورونو د ګرم ساتلو ته اړونده نور لګښتونه کم کړي دي .

په بریتانیا کښې د خلکو ژوند په داسې حال کښې له مشکلاتو سره مخامخ دی چې لندن د اوکراین جنګ ته درنې او سپکې وسلې استوي او هلته د جنګ د زیاتولو کوشش کوي چې د روسیې اقتصاد تباه کړي .